د نړۍ د اقتصادي فورم سږنې غونډه به څه لاسته راوړني ولري؟
۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبهپه داوس کې د نړيوال اقتصاد ۴۸غونډه پيل شوې ده. په د نړيوالي اقتصادي غونډې (WEF) سږنی شعار «په ويشل شوې نړۍ کې گډ راتلونکی» خلک مجبوروي چې غونډې ته ځير شي. دا شعار په لومړي سر کې د هغو څخه په څرگند ډول د ځان د راټولو هڅه ښکاري چې د عوامپالنې او نيشنليزم پلوي کوي. ځکه د دواس په دې فورم کې چې د سويس تر ټولو ستر اقتصادي سازمان دی، د نړۍ د اقتصاد لوړ قشر سره را جمع دی چې غواړي تجارتونه یې په نړيواله کچه ترسره شي.
خو دا فورم به دومره بريالی نه وی که چیرې یې د يوه سازمان په توگه تل روښانه دريځ خپلولی. همدا ده چې سږ کال دې غونډې ته چوکات نیشنلستانو ورکړې دی. د مثال په توگه د هند لومړي وزیر نريندرا مودي چې ځان ته هندو نيشنلست وايي، د غونډې پرانستونکي وينا واوروله او د جمعې په ورځ به یې پای ته د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ راشي. ترمپ چې تل وايي «America first » یا «امريکا لومړيتوب» لري.
دا کوم تضاد نه دی
خو د نړيوال اقتصادي فورم د بنسټ ايښوونکي او مشر کلاوس شوابه له پاره دا د دې غونډي له ارزښتونو سره په تضاد کې نه واقع کيږي، بلکې برعکس. دی داوس ته د يوه داسې مناسب ځای په سترگه گوري چې مختلف نظر لرونکي سره پر يوه ميز راټوليږي او د مثال په توګه د نړيوالې همکارۍ پر موضوع خبري کوي. دی زياتوي: «دلته پر سوداگرۍ، چاپيريال، د ترهگرۍ پر ضد مبارزې او د ماليو پر سسټمونو او په تجارتي برخه کې د سيالۍ پر وړتيا خبري کيږي. له دې امله دا ډيره مهمه ده چې ولسمشر ترمپ هم دلته موجود وي.»
تيرکال د چين ولسمشر شي جين پينگ په دې غونډې د آزاد تجارت پلوي وکړه که څه هم چې دا روښانه ده چې حکومت یې د لگښت ساتنې تگلاره غوره کړې ده، ځکه غواړي د خپل اقتصاد ځينې برخې له نړيوال رقابت څخه وساتي.
لوړ لگښت
ترمپ د امريکا متحدو ايالاتو يوازنی سياستوال نه دی چې په دې فورم کې گډون کوي، بلکې د نوموړي د کابينې نور اته غړي چې د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن هم پکښې شامل دی، په غونډه کې برخه اخلي. د دوی د سفر د لگښتونو په اړه رسمي شمیرې نه شته خو د سويس د يوې ورځپاڼې د اټکل له مخه یې لگښت ۴۰ ميليونه امريکايي دالر دی. ورځپانې دې ته اشاره کړې ده چې پخواني ولسمشر بل کلنټن په ۲۰۰۰م کال کې له د کابو ۱۵۰۰ اضافي امنيتي پرسونال سره داوس ته سفر کړی وو.
د ترمپ او مودي ترڅنگ د نړۍ د تقريباً۷۰ دولتونو او حکومتونو مشران هم دې غوندې ته راځي چې په هغوی کې د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د بريتانيا لومړۍ وزیره تیریسا می او د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر جان کلود يونکر شامل دی.
د نړيوال اقتصادي فورم څخه بورگه برينده وايي چې په سږنۍ غونډه کې له افريقا څخه د لسو دولتونو او حکومتونو مشران، له منځني ختيځ څخه ۹ او د لاتين امريکا شپږ مشران گډون کوي. همدا راز د ۴۰ نړيوالو ټولنو مشران، د ملگرو ملتونو، د پيسو د نړيوال صندوق او د نړيوال بانک مشران هم په غونډه کې گډون کوي.
د بحث د سونو پرانستو او نيمه پرانستو غونډه ترڅنگ به په داوس کې په لومړي ځل د بندو دروازو تر شا هم خبرې اترې ترسره شي. په دغه «ديپلوماتيکي غونډو» کې به پر نړيوالو بحرانونو، د سوريې، کوريا او منځني ختيځ څخه نیولې د افريقا د ښکر تر شخړو پوري خبري وشي.
د نړيوالتوب ستونزي
په داوس کې د نړيوال اقتصاد دا غونډه که څه هم چې د نړۍ د شتمن او قدرت لرونکي قشر غونډه بلل کيږي، خو دا د نړيوال کيدو پر ستونزو د فکر او خبرو اترو زمينه هم برابروي. د چاپيريال د ککړتيا، د زيرمو د ناانډوله ويش او د ټولنیزو سستمونو د راتلونکي په اړه هم په دې غونډه کې بحثونه ترسره کيږي. د غونډې په ۳۰۰۰ گډونوالو کې ډير ساينس پوهان هم شامل دي.
کلاوس شوابه د نړيوالتوب د ستونزو په هلکه وويل: «نن زموږ د نړيوال سسټم د له منځه تلو حقيقي خطر موجود دی. خو بدلونونه ژر نه راځي. دا اوس پر موږ ده چې د نړۍ حالت ته مثبت تغير ورکړو ـ نړيوال اقتصادي فورم هم همدا دنده لري.»
Andreas Becker (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: