1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د نړۍ تر ټولو کم وزنه ماشوم له روغتونه رخصت شو

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

کله چې سایبي نړۍ ته راغی نو وزن یې له یوې مڼې ډیر نه وو. ډاکټرانو ویلي ول چې هغه به ډیر وخت ژوندۍ پاتې نه شي. خو تر پنځو میاشتو درملنې وروسته، اوس هغه روغ رمټه له روغتونه رخصت شوی او خپل کور ته تللې.

https://p.dw.com/p/3JVm6
USA Kleinstes Baby der Welt in Los Angeles
انځور: AFP/Sharp HealthCare

یو ماشوم چې د امریکا متحده ایالاتو د سندیاګو په یوه روغتون کې زیږدلی وو، د نړۍ تر ټولو کم وزنه ژوندي زیږدلی ماشوم بلل کید. هغه اوس تر پنځو میاشتو سختو درملنو وروسته، له روغتون څخه رخصت او خپل کور ته استول شوی دی.

دغه ماشومه د تیرکال په دسمبر میاشت کې د زیږدو پر مهال یوازې ۲۴۵ ګرامه وو. هغه وخت دغه ماشومه یوازې ۲۳ سانتې متره اوږده وه.

ماشومه د حامله ګي پر ۲۳مه اوونۍ او دریمه ورځ د عملیات له لارې نړۍ ته راغله. یو نورماله حامله ګي ۴۰ اوونۍ دوام کوي.

د ماشومې مور په یوې ویدیو کې چې د «شارپ ماري بیرچ روغتون» پر پاڼه خپره شوې ده ویلي دي: «دا زما د ژوند تر ټولو ویروونکې ورځ وه.»

د ماشومې کورنۍ غوښتي دي چې نوم یې خپور نه شي خو د دې اجازه یې ورکړې چې دغه ماشومه د سایبي په نوم یاده شي. نرسانو ماشومې ته دغه نوم ورکړی وو.

د ډاکټرانو د تشخیص خلاف د ماشومي ژوندې پاتیدل

ډاکټرانو د سایبي پلار ته ویلي ول چې ماشومه به یې یوازې د یوه ساعت له پاره ژوندۍ وي. خو سایبي له یوه ساعته د ډیر زیات وخت له پاره ژوندۍ پاتې شوه.

مور یې وایي: «هغه یو ساعت چې موږ ته ډاکټرانو راکړی وو، په دوو ساعتونو، بیا په یوې ورځې او بیا په یوې اوونۍ بدل شو.»

سایبي د نړۍ تر ټولو کوچني نوی ږیږیدلی ماشوم دی چې ژوندی پاتې دی. د «ای وا پوهنتون» د کوچینو ماشومانو یو نوملړ له ځان سره ثبتوي.

په دې پوهنتون کې یو پروفیسور ډاکټر ایدوارد بیل، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې سایبي سایبي د هغوی له خوا د ثبت شويو کسانو په ډله کې تر ټولو لږ وزن لاره. خو هغه روښانه کړې ده چې د دې امکان شته چې تر دې لږ وزن لرونکی ماشوم دې هم زیږیدلی وي، چو موږ نه دی ثبت کړی.

USA Kleinste Baby der Welt in San Diego
سایبې د زیږیدو پر مهال د یوې مڼې په اندازه وزن لره.انځور: picture-alliance/AP Photo/Sharp HealthCare

تر دې مخکې یوه آلمانۍ نوې زیږدلې نجلې د نړۍ تر کم وزن لرونکی ماشوم وو چې د پیدا کیدو پر مهال یې وزن یوازې ۲۴۲ ګرامه وو. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د آلمان په ویتن ښار کې زیږدلې وه.

هغه ماشومان چې د حاملګي تر ۲۸مې اوونۍ مخکې زيږي، د ژوندي پاتې کیدو ډیر کم چانس لري ځکه ډیر وخت له روغتیايي ستونزو سره مخامخ وي.

سایبي په هغو پنځو میاشتو کې چې په روغتون کې یې تیر کړي دي، د وخت په تیریدو سره ډیر وزن اخیستی او له روغتون څخه د رخصتیدو پر مهال یې وزل ۲،۲۶ کیلوګرامه وو.

مور یې وایي: «زه ډیره خوشبخته یمه. دا د نړۍ تر ټولو کوچنۍ ماشومه او دا زما لور ده.»

ms/nz (AFP, AP)