د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي ۱۰ هيوادونه کوم دي؟
د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي، او پکښي څومره وګړي اوسيږي؟ ښايي په پرتليزه توګه کم انسانان دغه هيوادونه وپېژني. ۱۰ هغه هيوادونه چي د نورو ټولو هيوادونو په پرتله کم نفوس لري، په دغه راپور کي پېژندلای سئ:
۱۰ مقام:موناکو ، ۳۷۷۳۱ وګړي، تقريبا ۲ کلومتره مربع رقبه
موناکو پر يو ښار مشتمل د د اېټاليې و پولې ته نژدې په فرانسه کي واقع مشروطه دستوري شاهي لرونکی دولت دی. په دغه دولت کي د اروپا پول واحد يورو چليږي.
۹ مقام: ليشتنشټاين ، ۳۷۵۳۱ وګړي، ۱۶۰ کلومتره مربع رقبه
ليشتنشټاين يوه پارلماني دستوري شاهي ده چي وادوس يې پلازمېنه او رسمي ژبه يې آلماني ده. دغه هيواد د سويس هیواد ته څېرمه پروت دی.
۸ مقام: د ترکس او کايکوس ټاپوګان ، ۳۴۳۳۹ وګړي، ۴۹۷ کلومتره مربع رقبه
د ترکس او کايکوس په شمالي امريکا کي واقع د ټاپوګانو پر ډله مشتمل خپلواکمن دولت دی چي د بريتانيې ملکه يې مشره ده. په دغه سيمه کي امريکايي ډالر چليږي. د ترکس او کايکوس ټاپوګانو پلازمېنه کاکبرن ټاون نوميږي.
۷ مقام: جبل طارق، ۳۱۲۱۷ وګړي، ۶،۵ کلومتره مربع رقبه
اروپايي دولت جبل طارق د بريتانيې د ملکې تر واکمنۍ لاندي خپلواکمن دولت دی چي هسپانيه يې هم د ملکيت دعوی لري.
۶ مقام: د سان مارينو جمهوريت، ۳۱۷۸۷ وګړي، ۶۱،۲ کلومتره مربع رقبه
د سان مارينو جمهوريت په هکله ويل کيږي چي د نړۍ تر ټولو زوړ جمهوريت دی چي ويل کيږي په ۳۰۱ کال د مسيحيانو د روحاني شخص مارينوس له خوا يې بنسټ کښېښودل سو. د اېټاليا دننه په دغه هيواد کي اېټالوي ژبه ويل کيږي.
۵ مقام: سېنت مارتين (فرانسه)، ۳۱۴۵۷ وګړي، ۸۷ کلومتره مربع رقبه
دغه هيواد چي د فرانسې له خوا اداره کيږي د کاريبيک په سمندر کي واقع پر څو جزيرو مشتمل په داخلي چارو کي خپلواکمن دولت دی. د دغو نيمايي برخه په همدغه نوم د هالند له خوا اداره کيږي چي له دننه خپلواکمني لري.
۴ مقام: بريتانوي ورجن ټاپوګان، ۳۰۱۱۷ وګړي، ۱۵۱ کلومتره مربع رقبه
بريتانوي ورجن ټاپوګان د کاريبيک کي موجود د بريتانيې د ملکې تر ولکې لاندي دولت دی چي پکښي امريکايي ډالر د راکړي ورکړي پيسه ده. د دغه جزيروي دولت پلازمېنه روډ ټاون نوميږي.
۳ مقام: پالاؤ، ۲۱۲۹۱ وګړي، ۴۵۹ کلومتره مربع رقبه
د پالاؤ د هيواد پلازمېنه مېلېکې اوک نوميږي او دغه هيواد په بشپړه توګه له ۳۵۶ جزيرو څخه جوړ سوی چي نفوس يې په ۱۱ جزيرو کي آباد دی. دغه هيواد د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چي له افغان پاسپورټ لرونکو څخه مخکنۍ ويزه نه غواړي.
۲ مقام: ناورو، ۱۰۲۲۲ وګړي، ۲۱ کلومتره مربع رقبه
ناورو يو جزيروي هيواد دی چي پلازمېنه يې يارن نوميږي. دغه هيواد په اوقیانوسیه کي واقع دی چي ورته له آستراليا څخه يو شمېر پناه غوښتونکي په کمپونو کي ځای پر ځای سوي. دغه هيواد د نړۍ تر ټولو کمه رقبه لرونکی دريم هيواد او تر ټولو کم نفوس لرونکی دويم هيواد دی.
۱ مقام: تووالو، ۹۹۱۶ وګړي، ۲۶ کلومتره مربع رقبه
تووالو په آرام سمندر کي واقع يو جزيروي هيواد دی چي پکښي پارلماني شاهي رايجه ده. د کامن وېلت غړي دغه هيواد پلازمېنه اتول پنافوتي نوميږي. تووالو د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکی هيواد دی.
د نړيوال بانک له راپور څخه
په دغه راپور کي راغلي د وګړو شمېرې او معلومات د نړيوال بانک د ۲۰۱۶ کال له هغه راپور څخه اخيستل سوي چي د نړۍ د هيوادونو د نفوس په هکله يې خپور کړی. ياد معلومات د نړیوال بانک له وېبپاڼي (http://data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه اخيستل سوي. يادي پاڼي په دغه راپور کي راغلي سيمي د نړۍ د نورو هيوادونو په ليسټ کي يادي کړي دي.