د نړۍ تر ټولو هسک غر
په نړۍ کي تر ټولو هسک غر. بل هيڅ غر د غره ختونکو له پاره دومره په زړه پورې نه دی لکه دغه غر. په دې غره کي په سونو غره ختونکو خپل ژوند هم بايللی دی. معلومات او انځورونه.
اورست غر، کوم اورغورځوونکی غر نه دې. دغه غر ۸۸۴۸ متره لوړوالی لري، چې په نيپال او تيبت کې د غرونو دغه سلسله د ځمکي پر مخ تر ټولو لوړ غرونه دي.
ځليدونکی شين آسمان او سپيني واورې. د رڼا په وړانګو کې د نړۍ د لوړ غره څوکه، دا کيداي شي يو عاشقانه انځور وي. دغه غره ته هرکال په سونو غره ختونکي ورځي. ډير غره ختونکې چې نه شې کولې پر مخ ولاړ شی، بیرته ګرزيدل ورته ممکن نه وي. اکسيجن کم وي او د سانتي ګراد په منفي ۳۵ درجو کې ژوند ته خطر وې.
د اورست په غره کې هغوی راغونډيږي، ځکه د غره ختونکو له پاره زماني واټن ډير لنډ وي. په ټوليزه توګه د اپريل مياشتې تر پايه او په می کې هغوی دغه غره ته خيژي. که يو څوک له آلمان څخه د اورست غره ختلو له پاره هلته ولاړ شي له ۴۰ تر۶۰ ورځو پورې دوام کوي او تقریباً له پنځو تر شپږ زرو يورو پوري باید ورکړي.
د هندۍ غره ختونکې اميشا شاوهان د ډيري سړې هوا له کبله مخ يخ وهلی. تر اوسه اورست غره ته له ختونکو څخه تر ۳۰۰ کسانو پوري خپل ژوند بايللی دی. يوازي د روان کال په می مياشت کې يوولس کسان مړه شوي دي.
امیشا شاوهان د کټماندو په يوه روغتون کې خپلې پښې په تودو اوبو کې نيولي. تر ټولو زيات بیا د کيڼې پښې ګوتې يې ډيري يخ وهلي دي. ځينو غره ختونکو بیا د پښو ګوتي له لاسه ورکړي دي.
په دغه عکس کې په ۲۰۱۸م کال يو چينايي غره ختونکي کسیا بویو ښکاري، چې د اورست غره ته ختلو له پاره يې په لومړي کوښښ کې دواړي پيښې له لاسه ورکړي دي. وجه يې دا ده چې هلته هوا ډيره سړه ده. لږه موده وروسته هغه په ساختګي پښو سره وتوانید چي دغه غره ته وخيژي.
ويل کيږي چې انسانان توانيدلي دي د اورست غره سر ته وخيژي.
که څه هم ډير کسان پر اورست غره ورختلي، خو ټول هغه کسان چې دغه ځای ته سفر کوي، غره ته نه خيږي. ځيني سيلانيان د اورست پرغره د منډو سيالي کوي. د اورست تر ټولو ستره سيالي د تیري شنبې په ورځ د می مياشتي پر ۲۹ نيټه تر سره شو.
په اورست غره کي د سياليو انځور.