د نړۍ تر ټولو مشهور سپورټي موټر ۷۰ کلن سو
د سپورټي موټرو د شهرت ګټونکی پورشه ۷۰ کلن سو. دغه شرکت له ځينو افتضاحو سره هم مخامخ سوی، خو بيا يې هم د موټر د شوقيانو په زړونو کي خپل مقام ساتلی دی. ۷۰ کالو ته يې لنډه کتنه:
دغه پورشه بله جوړه نه لري
دا د پورشه کمپنۍ لومړی موټر دی چي د ۱۹۴۸م کال د جون مياشتي پر ۸مه نېټه بازار ته راووت. د ۳۵۶ نمبر يو رودستر په نوم په انځور کي ښودل کېدونکی دغه موټر په ۱۹۹۸م کال کې له الوتکي څخه د راکښته کولو پر وخت زيانمن سو. د دغه موټر ماشين وروسته د پورشه په موزيم کي کښېښودل سو.
د ۳۵۶ پلار
د پورشه د لومړي موټر ډيزاين او طرحه فرېدينند اينتان اېرنست جوړه کړې وه. هغه تر تقريبا پنځوسو کالو پوري د پورشه کمپنۍ عمومي مشر وو. د هغه پلار فرېدينېند پورشه هم د موټر جوړولو په صنعت کي او د فولکس واګون موټر جوړولو کمپنۍ کي يې کار کاوه.
لومړۍ ناکامي
د پورشه لومړی موټر د دويمي نړيواله جګړې څخه صرف څو کالونه وروسته بازار ته معرفي کړل سو. خو په هغو ستونزمنو حالاتو کي د خلکو توجه د سپورټي موټرو پر لور نه وه. خو د وخت په تېرېدو سره پورشه د سپورټي موټرو په بازار کي ځان ته نوم وګاټه. د پورشه رئيس به ويل: «موږ داسي موټر جوړوو چي هيڅ څوک يې ضرورت نه لري خو پر مين ټول دي.»
نړيوال شهرت
د پورشه شرکت په تقريبا ۵۰ کلونو کي تر يو ميليون پوري سپورټي موټر خرڅ کړل. خو تر هغه وروسته دغه شرکت صرف په پنځو کالو کي يو ميليون موټر خرڅ کړل. دغه شرکت تېر کال ۲۵۰ زره موټر وپلورل.
پورشه په ۲۰۰۰م کال کې هڅه وکړه چي لوی الماني شرکت فولکس واګون رانيسي خو پکښي کامياب نه سو. خو دغه شرکت او په فولکس واګون کمپنۍ کي ونډه لري.
د پورشه له پاره ستونزي
له زياتو کلونو راهيسي د پورشه موټرو ماشينونه ډيزلي دي. خو کله چي د SUVs په نوم د پورشه د ماډل مينه وال زیات سول نو په دغو ماشينونو کي بدلون راغلی. په دغه ماډل کي د Audi شرکت ماشينونه نصبيږي.
الیکترونيکي موټر
پورشه د برېښنا په مرسته چلېدونکی خپل موټر په ۲۰۱۹م کال کې بازار ته معرفي کوي. شرکت دعوا لري چي په يو چارج به دغه موټر ۵۰۰ کلومتره سفر وکولای سي.
د پلورنې ريکارد
اټکل کيږي چي روان ۲۰۱۸م کال به د پورشه دومره زيات موټر وپلورل سي چي يو نوی ريکارد به جوړ سي.