د نړۍ تر ټولو تازه لس پاچهان وپېژنئ ـ انځورونه
د نړۍ تر ۴۰ څخه زيات هيوادونه پاچهۍ دي. په بريتانيا کي اليزابېت دويمه له ۶۸ کالو راهيسي پر پلاز ناسته ده. خو په نورو پاچهيو کي په تيرو کالونو کي نوي پاچهان راغلي. تر ټولو نوي يې دلته وپېژنئ:
۱۰ مقام ـ تونګا (له ۷ کالونو راهيسي)
تونګا په آرام سمندر کي پر ۱۶۹ جزايرو مشتمل هيواد دی چي پکښي مشروطه شاهي نظام سته. د ۲۰۱۲ کال د مارچ راهيسي په دغه هيواد کي توپو شپږم پاچا دی. له هغه مخکي د نوموړي ورور پنځه کالونه پاچا ؤ.
۹ مقام ـ قطر (له ۶ کالونو راهيسي)
په قطر کي د ۲۰۱۳ کال د جون د ۲۵مي راهيسي شيخ تميم بن حمد آل ثاني امير او دولتي مشر دی. له امير کېدو مخکي نوموړي پر لوړو دولتي چوکيو دندې لرلي او په هکله يې ويل کيږي چي په هيواد کي يې د پرمختګ له پاره زيات اقدامات کړي دي. نوموړی په خپل ۳۹ کالو عمر سره د نړۍ تر ټولو کم عمر لرونکی ټولواک دی.
۸ مقام ـ هالند (له ۶ کالونو راهيسي)
ويليم اليکزاندر د ۲۰۱۳ کال د اپريل مياشتي په ۳۰مه نېټه د هالند پر پلاز کښېنست. دا د هغه وروسته چي د نوموړي مور ملکې بيېتريکس پلاز ورته پرېښود. نوموړې ۳۳ کاله د هالند ملکه وه.
۷ مقام ـ بلجيم (له ۶ کالونو راهيسي)
فيليپه د ۲۰۱۳ کال د جولای مياشتي د ۲۱مې نېټي راهيسي د بلجيم پاچا دی. نوموړي د خپل پلار البېرت دويم وروسته د دغه هيواد د پلاز چارې سنبال کړې.
۶ مقام ـ هسپانيا (له ۵ کالونو راهيسي)
فيليپه شپږم د ۲۰۱۴ کال د جون له ۱۹مې نيټي راهيسي د هسپانيې پاچا دی. نوموړي د خپل پلار خوان کارلوس وروسته د پلاز چارې په غاړه واخستې. د هغه پلار ۳۹ کاله د هسپانيې پاچا ؤ. فيليپه د پاچا په توګه د هيواد دولت مشر او د ټولو قواؤؤ سرقومندان دی.
۵ مقام ـ سعودي عربستان (له ۴ کالونو راهيسي)
شاه سلمان د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له ۲۳مې نېټي راهيسي په سعودي عربستان کي پاچا دی. نوموړي د خپل ورور شاه عبدالله د مړييني وروسته د پاچهۍ وظايف په غاړه واخيستل. شاه سلمان دمګړی ۸۴ کالن دی.
۴ مقام ـ تايلند (له ۳ کالو راهيسي)
ويجارالونګکورن د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر مياشتي له ۱۳مي نېټي راهيسي د تايلند هيواد پاچا دی. هغه د پاچا بهوميبول ادوليادي زوی او له ۱۹۷۲ کال راهيسي وليعد ؤ.
۳ مقام ـ ملايزيا (له ۱۱ مياشتو راهيسي)
ينګ دي پېرتون اګونګ دمګړی د ملايزيا پاچا دی. هغه د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د پلاز چارې سنبال کړې. ملايزيا يوه دموکراتيکه پاچهي ده چي پکښي پاچا د ځانګړي طرز د ټاکنو په ترڅ کي ټاکل کيږي.
۲ مقام ـ جاپان (له ۸ مياشتو راهيسي)
امپراتور ناروهيتو د ۲۰۱۹ کال د می په لومړۍ نېټه د جاپان پر پلاز کښېنست. دا د هغه وروسته چي پلار يې اکي هيتو يې د ۳۰ کاله پاچهۍ وروسته پلاز زوی ته پرېښود.
۱ مقام ـ د عمان سلطنت (له څو ورځو راهيسي)
هيثم بن طارق بن تيمور آل سعيد تر ټولو تازه پاچا سوی شخص دی. هغه د عمان سلطنت د پخواني پاچا قابوس بن سعيد د مړيني وروسته د دغه هيواد پر پلاز د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۱ کښېنست. نوموړی د پخواني پاچا د اکا يا تره زور دی. قابوس نژدې ۵۰ کاله د عمان پاچا ؤ.