د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز ترسره شو
۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبهد سنګاپور د یوه تازه جوړ شوي هوايي شرکت الوتکه به، بې توقفه په ۱۹ساعوتونو کې ۱۶۷۰۰ کیلومتره واټن ووهي. دا به په نړۍ کي لومړی تر ټولو اوږد پرواز وي.
دغه الوتکه ۶۷ بیزنس کلاس او ۹۴ د اقتصادي کلاس څوکۍ لري او په دې ترتیب سره یې د مسافرو د آرامیتا او سهولت برخې ته پام کړی دی. دغه نوې الوتکه د ایربس A350-900 په څیر د تیلو د کم مصرف په تکنالوژۍ سمباله ده او هڅه شوې ده چې په لږو تیلو سره اوږد پرواز وکړي.
تر دې وړاندې اوږده پروازونه
تر دې وړاندې د قطر د هوايي شرکت ۷۷۷ بوینګ ډوله الوتکې د نړۍ د تر ټولو اوږده پرواز لقب خپل کړی وو. د قطر د هوايي شرکت یادې الوتکې له نیوزیلنډ څخه د قطر پلازمینې دوحې ته بې توقفه ۱۴۵۰۰ کیلومتره پرواز کړی وو.
د قطر د هوايي شرکت تر اوږده پرواز وړاندي، د اماراتو هوايي شرکت ایربس A380 ډوله الوتکې هم تر ټولو اوږد مزل کړی وو. یادې الوتکې بې توقفه په۱۴۲۰۰ کیلومتره مزل وهلو سره تر دې وړاندي د اوږده مزل لقب خپل کړی وو.
په عین حال کې د امریکا متحدو ایالاتو د ډریم لاینرز هوايي شرکت یوې الوتکې هم په ۱۳۸۰۰ کلیومتره واټن وهلو سره له جنوبي امريکا سره د آسترالیا تر ټولو ستر ښار وصل کړی وو.