د نړۍ او افغانستان مهم خبرونه له انځورونو سره
ایران یو نوی توغندی معرفي کړی دی
ایران د اسلامي انقلاب د څلویښتمې کلیزې په درشل کې، د منځني واټن ویښتونکی یو نوی توغندی نندارې ته وړاندې کړی دی. دغه توغندی «دزفول» نومیږي او تر زرو کیلومترو لیرې واټن په نښه کولی شي. توغندۍ د پنجشنبې په ورځ په ایران کې تر ځمکې لاندي تأسیساتو کې معرفي شو. په دې ځای کې د ایران د سپاه پاسداران او ځانګړو ځواکونو له پاره بالستیک توغندي تولیديږي.
د فرانسې ولسمشر د مونشن په امنیتي کنفرانس کې ګډون نه کوي
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په راتلونکې اوونۍ کې د مونش په امنیتي کنفرانس کې ګډون نه کوي. پلان شوې وه چې مکرون د کنفرانس په څنډه کې د آلمان له صدراعظمي انګلا میرکل سره لیدلی وای. د آلمان خبري آژانس د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نزدو کسانو په حواله ویلي دي چې دغه پریکړه وختي شوې وه او د اروپايي ټولنې د ګازو پر قانون له تازه اختلافتو سره اړیکه نه لري.
میرکل: داعش اوس هم ګواښ رامنځ ته کوي
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، هغه ارزونه چې داعش ترهګره ډله به ژر په بشپړه توګه وځپل شي، رد کړې ده. میرکل د جمعې په ورځ په برلین کې د آلمان د استخباراتي سازمان د نوې ودانۍ په پرانیست غونډه کې وویل چې که څه د اسلامي دولت ډله پر شا تنبول شوې ده خو بیا هم دا د دې ډلې د بشپړې نابودۍ په معنی نه ده. میرکل ویلي دي چې اوس هم د داعش ډلې ګواښ موجود دی.
امریکا متحده ایالاتو پر آلمان سختې نیوکې کړې دي
امریکا متحده ایالاتو پر آلمان باندې له دې کبله سختې نیوکې کړې دي چې یو محکوم ترهګر یې په داسې حال کې چې په امریکا متحده ایالاتو کې هم د هغه د نیولو امر صادر شوی وو، ترکیې ته اخراج کړی دی. امريکا ويلي ول چې آدم ی. د دوو امريکايانو د وژلو په تور بايد په امريکا کې محکمه شي. د امریکا سرپرست لوی څارنوال ویلي دي چې آلمان ترکیې ته د آدم په لیږلو، له هغه سره مرسته کړې چې د امریکا له عدالته بچ شي.
په هندوستان کې ۲۸ کسان د الکولو د څښاک له کبله مړه شوي دي
د هندوستان په شمال کې لږ تر لږه ۲۸ کسان د داسې الکولو د څښاک له کبله مړه شوي چې په ناقانونه توګه جوړ شوي دي. دغه خبره پولیسو د جمعې په ورځ کړې ده. دغه کسان د هندوستان په اتر پردیش او اتر اکنډ ایالتونو کې مړه شوي دي. پولیسو ویلي دي چې دغو کسانو د پنجشنبې په ماښام ناوخته الکول څښکلې ول. په هندوستان کې هر کال په اوسط ډول ۱۰۰۰ کسان په غیر قانوني توګه جوړو شویو الکولو د څښاک له کبله مري.