د نوي کال له پاره د آلمانانو لس دودونه
د نوي کال شپه په نړۍ کې په بیلا بیل ډول لمانځل کیږي، خو آلمانان په دې اړه څو ځانګړي دودونه لري. په آلمان کې د نوي کال شپې ته «سلویستر» ویل کیږي.
په نوي کال کې ښه ښویدنه
د نوي کال تر شپې مخې آلمانان یو بل ته د «ګوټن رُچ» (چې پښتو ترجمه یې ښه ښویدل ده) د کلیمې په ویلو سره په نوي کال کې د پرمختګ آرزو کوي. دا کلیمه د یهودي ژبې له «روش» څخه اخیستل شوې ده. نوي یهودي کال ته «روش هاشناه» ویل کیږي.
خوشبختي راوړونکي
آلمانان د نوي کال په شپه یو بل ته کوچني سوغاتونه یا تحفې ورکوي چې هغې ته «ګلوک برینګر» یا خوشبختي راوړونکي وایې. په دې کوچني سوغات کې نوشابه باب، ناوکۍ او کوچني کوچني خوګان شامل دي.
ځانګړي مشروبات
د نوي کال په ماښام آلمانان یو لوی ګلاس 'Bowle' څښي. دا غلیظ مواد له میوو، الکهولو او جوس څخه تیاریږي چې مختلف ترکيبونه لري. په عادي حالاتو کې دا بی الکهوله هم وي.
ځانګړي خواړه
یو شمیر آلمانان د نوي کال په شپه داسې خواړه خوري چې تیارول یې په ساعتونو وخت ته اړتیا لري. دا خواړه چې په انځور کې لیدل کیږي د غوښو تکړې په غوړو کې سره کیږي او د غوښې د پارچو د حرارت له امله پنیر هم ویلي کیږي. له دې سره کچالو یا پټاټۍ او مربع هم موجود وي.
د سرب ویلي کول
په آلمان کې د نوي کال یو دود دا دی چې د سربو یوه ټوټه په قاشوقه کې تر اچول کیدو وروسته د اور دپاسه ګرمیږي. کله چې دغه سرب ویلي شي بیا یې په عاجل ډول په اوبو کې اچوي او ویلي شوي سرب بیا مختلف شکلونه اختیاري. دغو شکلونو او جوړښتونو ته په کتلو سره آلمانان بیا د خپلې راتلونکي په اړه وړاند وینې کوي. دې عمل ته په آلمان ژبه کې «بلای ګیسن» ویل کیږي.
د ماښام ډوډۍ د یوه کس له پاره
د «ډنر فار ون» په نوم بریتانوی لنډ فلم په ۱۹۶۳م کال کې د لومړي ځل له پاره د آلمان په تلویزون کې تر خپریدو وروسته تر نن ورځې پورې هرکال د دسمبر میاشتې پر ۳۱ نیټه خپریږي. په دې فلم کې یوه زړه ښځه خپله نویمه کلیزه لمانځي. په دې فلم کې آشپز د میلمنو راتګ له هغې څخه پټوي او دغه ښځه په پرله پسې ډول د شرابو په څښلو سره خماري کیږي.
د صدراعظمي/ صدراعظم کلنۍ وینا
په آلمان کې له ۱۹۶۹ م کال راهیسې د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه صدراعظم/ صدراعظمه ملت ته وینا کوي. سږ کال به هم صدراعظمه میرکل ولس ته خپله وینا واوروي.
د نوي کال مبارکي
آلمان د نوي کال په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ورکوي او د یوه ښه کال آرزو او دعا ورته کوي. په دې کال د حکومتي ادارو ترڅنګ د عامو خلکو له خوا هم د اورلوبې یا آتشبازۍ مراسم ترسره کیږي.
د نوي کال پیل له پټاکو سره
د نوي کال له پيل سره سم په داسې حال کې چې خلک یو بل ته مبارکۍ ورکوی هر لور ته د ارولوبو غږونه اوریدل کیږي. آلمانان په دې باور دي چې هر څومره چې د پټاکیو غږونه لوړ وي شیطانان تښتي.
د شرابو څښل
آلمانان د نوي کال په شپه له اور لوبو او مبارکۍ سره یوځای د شیمپیئن یا سپارکلن وائن په نوم شراب څښي. آلمانان په دې نظر دي چې له دې سره زړه او روح ښاد وي.