1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي عیسوی کال په مناسبت د میرکل وینا

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

د آلمان صدراعظمي انګيلا ميرکل، د نوي عيسوي کال په مناسبت خپله وينا کي، په خپل هيواد کي د عامه زهنيت پياوړي کولو او يوې ټينگي اروپا ژمنه وکړه. هغې د نړيوال بحران په هکله د آلمان پر مسئوليتونو ټينګار وکړ.

https://p.dw.com/p/3AooN
Deutschland - Neujahrsansprache Bundeskanzlerin Angela Merkel ***ACHTUNG SPERRFRIST
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/J. MacDougal

د نوي عيسوي کال په خپله عنعنوي وينا کي ميرکل، چي له ۲۰۰۵م کال راهيسي د آلمان صدراعظمه ده، تر هر څه د مخه، د خپل هيواد پر اوسيدونکو او پس له هغه د هيواد له سرحدونو څخه بهر خلکو ږغ وکړ. دا ځکه، کله چي ميرکل «تر ډيره حده له يوه خراب سياسي کال» څخه خبري کوي، نو د هغې هدف په ملي او نړيواله سطحه دی.

د آلمان صدراعظمي لومړي داخلي سياست او په دې ډول په ۲۰۱۷م کال کي تر پارلماني انتخاباتو وروسته، د حکومت جوړولو اوږدې او ستونزمنې مرحلې ته اشاره وکړه.

د هغې په خبره، شپږ مياشتي يي دوام وکړ چي حکومت جوړ سي، خو کله چي بريالي سوو، نو شخړې رامنځته سوې او ډير وخت له خپل ځانه سره مصروف سوو. که څه هم هغه په مشخص ډول کومي موضوع ته اشاره نه کوي، خو تر ټولو د مخه، په تيره بيا د مهاجرت د موضوع پر سر د داخله وزير هورست زې هوفر سره د هغې دوامداره شخړه وه.

د اقليم بدلون، مهاجرت او ترهګري

د ميرکل په خبره، د حکومتي ائتلاف په دننه کي بحراني وضعه، له سياست څخه د هغې د لاس اخيستني دليل نه دی. که څه هم تيرکال ډير رضايتي نه وو، خو ميرکل خپله دغه پريکړه پرته له دغې موضوع څخه کړې ده. د هغې په نظر ۱۳ کاله يوه کافي دوره ده او دا په خپله يو ښه دليل کيدای سي. سړی بايد هغه څه نورو ته هم پريږدي چي مخکنيو کسانو موږ ته پري ايښي دي. دا په دې معني چي «ديموکراسي د بدلون پر اساس ژوندۍ وي».

ميرکل په دې خبره مطمينه ده چي پر چلنجونو باندي سړی هغه وخت کاميابه کيږي چي سره متحد واوسي او له نورو هيوادونو سره په ګډه کار وکړو. هغه په دې ډول، څه وخت مخکي د پولند په کاتوويڅع کي د اقليم ساتني کنفرانس ته اشاره کوي او همدارنګه د مهاجرت مهارکول او تنظيم او د نړيوالي ترهګرۍ پر ضد مبارزه هم ورته مهمه ښکاري او په خبره يي، دا ټول مشکلات بايد له منځه ولاړ سي.

د ملګرو ملتو په امنيت په شورا کي د جرمني نقش

ميرکل که څه هم بيلابيلو ننګونو ته اشاره کوي، خو بيا هم وايي چي نړيوال ګډ کار تر فشار لاندي دي. او بيا هم په دې اړه د کومي مشخصي موضوع نوم نه اخلي. خو بلاخره خپلي غوښتني داسي بيانوي: «په داسي يوه حالت کي بايد موږ، خپل ځانته د قناعت ورکولو له پاره، بيا هم په قوت سره مبارزه وکړو او دلايل وړاندي کړو.»

د ملګرو ملتو په امنيت شورا کي د آلمان پر غړيتوب چي اوس پيل سوي او دوه کاله به دوام وکړي، په اشارې سره، ميرکل اعلان وکړ چي «موږ بايد هلته د ګلوبال يا نړيوالو ستونزو له پاره د حل لاره پيدا کړو. بشري او پرمختيايي مرستي بايد ډيري کړو، او له بريکزيټه د بريتانيا پر وتلو سربيره، له هغې سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړو.»

ميرکل د زغم او نورو ته د احترام موضوع ته اشاره کوي

د آلمان صدراعظمي له خپلو هيوادوالو وغوښتل چي په می مياشت کي د اروپا په انتخاباتو کي ونډه واخلي تر څو په دې ډول په راتلونکي کي هم اروپايي ټولنه، د سولې، ښه ژوندانه او امنيت، يوه پروژه وګرځي. ميرکل د ۲۰۱۹م کال په وياړ، خپلي وينا په پاي کي، بيا هم د خپل هيواد دننه ته اشاره کوي او وايي «د آلمان حکومت هڅه کوي، څو هر څوک زده کړو، کور او روغتيايي تدابيرو ته لاس رسي ولري.»

ميرکل په ۲۰۱۸م کال کي، کړکيچڼي ټولنيري فضا ته په اشارې سره زياتوي: «موږ بايد په ټولنه کي يو له بل سره ګډ ژوند وکړو او خپلو ارزښتونو لکه، زغم او نورو ته احترام له پامه ونه غورځوو. که موږ دا هر څه عملي کړو بيا به نو، نوي او ښه شيان رامنځته سي.»