1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولي جایزه یوه ډاکټر او یوې يزيدۍ وګټله

۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعه

د نوبل د جایزې کمیټې د روان کال د سولې جایزې له پاره تر۳۰۰ زيات کسان ارزولي او په پایله کیې د ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د نوبل د سولې جایزه یزیدۍ نادیه مراد او ډنیس موکویکي ته د ورکړي اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/3627r
Nobelpreis Medallier
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Vergara

د جمعې په ورځ د نوبل په انستیتوت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولې جایزه ډینیس موکویګي او ناديې مراد وګټله. د سولې د جایزې ګټونکو هڅي کړي دي چي په وسله والو شخړو کې د وسلې په توگه جنسي زورزياتی ختم شي.

د سږکال د نوبل د سولي جایزې ته ۲۱۶ کسان او ۱۱۵ سازمانونه کانديد ول. د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولي جایزې ارزښت ۹ ميلیونه سویډني کرونه دی چې شاوخوا یو اعشاریه یو ميلیون ډالره کیږي.

د نوبل جایزې ګټونکي څوک دي؟

د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولې جایزه دوو کسانو ته ورکړل شوې. په دوی کې یو د کانګو هیواد ډینیس موکویګي دی چې په نسايي ولادي برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي. هغه په خپل هیواد کې د ياغيانو د ډله ایز جنسي تیري د قرباني میرمنو د درلمني له پاره یو روغتون جوړ کړی دی.

Friedensnobelpreis Denis Mukwege
ډینیس موکویګ بیا په کانګو افریقايي هیواد کې د یاغیانو په لاس د جنسي تیري د قربانیانو له پاره روغتون جوړ کړیانځور: Getty Images/V. Boyko

د نوبل د سولې جایزې بله ګټونکې عراقۍ یزیدۍ ده. نادیه مراد باسي طه، په عراق کې د یزیديانو د بشري حقونو فعاله ده. هغه د ۲۰۱۶م کال راهيسي له انساني قاچاق څخه د ژوندي پاته شوو کسانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ښه نیت استازې ده. په دې ترتیب سره دغه ۲۵ کلنه مېرمن د نوبل د سولې جایزې د ګټونکو په ليست کې دوهمه ځوانه گټونکې ده. تر دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې ملالي یوسفزۍ ته دغه جایزه ورکړل شوې وه چې هغه مهال  ۱۷ کلونه وه. د ۲۰۱۴م کال د سولې جایزه ملاله یوسفزۍ او د هندوستان کیلاش ستیارتي ته ورکړل شوې وه. 

Papst Franziskus & Nadia Murad, UN-Sonderbotschafterin für die Würde der Überlebenden von Menschenhandel
پر نادیه مراد د داعش ډلې د جنګیالو له لوري جنسي تیری شوی او نوموړې بیا خپل داستان له خلکو سره شریک کړانځور: picture-alliance/dpa/Catholic Press Photo

د نوبل جایزي تر اعلان مخکي وړاندیزونه

د نوبل د سولې جایزې د ګټونکو تر اعلان مخکي د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د نوبل نارويږي اسنتیتیوت د شمالي او جنوبي کوریا مشران د دې جایزې د ګټونکي په توګه وړاندیز کړي ول. د دغه وړاندیز دلیل پر رسمي جګړه ایز حالت سربیره د دواړو کوریاوو د مشرانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په موخه درې دوې اړخیزي غونډي یاد شوی وو.

تيرکال د نوبل د سولي جایزه د اتومي وسلو د له منځه وړلو سازمان ته ورکړل شوه. د تیرکال د نوبل د سولي جایزې ته شاوخوا ۳۰۰ کسان او سازمانونه کانديد شوي ول.