د نوازشريف، مريم او صفدر د بند سزاوې وځنډول سوې
۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبهاعلان
د «ايوين فيلډ اپارټمنټ» په قضيه کي د پاکستان د احتساب محکمې د روان کال په جولای مياشت کي د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغه د لور مريم نواز او د هغه د زوم صفدر د بند د سزاؤ فيصله اورلې وه.
خو يادو کسانو د دغې فيصلې پر ضد د اسلام آباد و لوړې محکمې (های کورټ) ته مراجعه وکړه. دغې محکمې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۱۹مه نېټه) په خپله فيصله کي د درو سرو کسانو د بند سزا وځنډوله.
د يادې محکمې په فيصله کي راغلي دي چي نواز شريف، مريم نواز او صفدر کولای سي چي د نفر پر سر پنځه سوه زره روپۍ ضمانت ورکړي او له بند څخه آزاد سي.
تر دغې فيصلې وروسته په ټولنيزو رسنيو کي د پاکستانيانو زيات غبرګونونه رابرسېره سول. که له يوې خوا ډيرو کسانو د دغي فيصلې هرکلی کړی، نو يو شمېر نورو بيا پر دغي فيصلې د خواشينۍ اظهار کړی دی.