د نواز شريف د بند سزا د دوو مياشتو له پاره وځندول شوه
۱۳۹۸ آبان ۷, سهشنبهد اسلام آباد سترې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د بند سزا د دوو مياشتو له پاره ځنډولې ده. د کورنيو چارو پخواني وزير او د نواز شریف باوري کس احسن اقبال، رسنیو ته ويلي چې د بند د ځنډيدو دغه موده د اړتيا په صورت غځيدلې هم شي.
هغه وويل: «لومړی وزير عمران خان او د هغه حکومت د شريف د روغتيايي وضيعت د خرابيدو مسئوليت لري ځکه چې په زندان کې د هغه د درملنې مخه نيول شوې وه.»
نواز شريف چې ۶۹ کلن دی، تیره اوونۍ د روغتیایي وضعیت تر خرابیدو وروسته یې د لاهور ښار له يوه زندان څخه يوه نزدې پراته روغتون ته انتقال شو.
د نوموړي شخصي ډاکتر عدنان خان د تويتر له لارې ويلي چې شريف سخت ناروغ دی او د خپل ژوند له پاره مبارزه کوي. هغه ويلي چې نواز شريف تیره اوونۍ د زړه يوه کوچنۍ حمله هم لرله او پښتورگي یې هم په ناوړه حالت کې دي. هغه ديابت يا شکر هم لري دوه کاله مخکې یې د لندن په يوه کلينک کې د زړه تداوي شوې وه.
د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې د پاکستان سترې محکمې هغه د درملنې په موخه د شپږو اوونيو له پاره په ضمانت آزاد کړی وو.
نواز شريف د تېر کال په دسمبر میاشت کې د فساد ضد يوې محکمې په اووه کاله بند محکوم کړل. د محکمې په پريکړه کې ويل شوي ول چې نواز شریف ونه شو کړای د هغو پانگو سرچينه ثابته کړي چې په مرسته یې يوه زوی په ۲۰۰۱م کال کې په سعودي عربستان کې د فولادو يوه کارخانه جوړه کړې وه.
(bs/ms (dpa