1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د ننگرهار پر زندان بريد لا پای ته نه دی رسېدلی

۱۳۹۹ مرداد ۱۳, دوشنبه

د ننګرهار پر زندان برید، تر اوسه د درې بریدګرو په شمول۲۱ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي. تېر ماښام شاوخوا اوه بجې د ننګرهار عمومي زندان مخې ته تر موټربم برید وروسته وسله والو پر محبس برید وکړ او تر اوسه لا روان دی.

https://p.dw.com/p/3gIpD
Afghanistan Dschalalabad | Angriff auf Gefängnis | Nationale Sicherheitskräfte
انځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ جګړه کې تر اوسه درې بریدګرو په شمول ۲۱ ملکي وګړي، امنیتي ځواکونه او بندیان وژل شوي او ۴۳ کسان نور ژوبل شوي دي.

دی وايي، امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستي، د لومړني مالوماتو له مخې تر اوسه درې بريدګر وژل شوي خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړي پکې مېشت وو، په ډير احتياط د پاته وروستي منزل عمليات جريان لري، تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي.

Afghanistan Dschalalabad | Angriff auf Gefängnis | Nationale Sicherheitskräfte
انځور: Reuters/Parwiz

ویل شوي، بریدګرو د محبس د لومړي دېوال ړنګولو وروسته د محبس ځينې ټاورونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي وو او دغه راز محبس ته په مخامخ یو پلازه کې هم وسله وال ځای پر ځای شوي، چې له هغه ځایه یې جګړه کوله.

چارواکیو تېر ماښام وویل، یو شمېر هغه بندیان چې له زندانه وتلي وو، بېرته امنیتي ځواکونو نیولي دي، خو پر خواله رسنیو خپاره شوي عکسونه ښيي، چې ګڼ شمېر زندانیان له زندانه وتلي چې ځينې یې امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي.

داعش وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی.

د ننکرهار چارواکیو له قوله، په دغه زندان کې تر ۱۵۰۰ ‌‌‌‌‌‌‌ډېر زندانیان ساتل کيږي.

امید دیدار، ننګرهار