1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ننګرهار په برید کې د وژل شویو شمیر ۱۵ ته ورسید

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

وسلوالو د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو پر ریاست برید وکړ. ويل شوي چي جگړه پای ته رسېدلې چې په پایله کې یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/32MXH
Afghanistan Angriff in Jalalabad
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. A. Danishyar

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، وویل چې د جلال آباد ښار په دریمه ناحیه کې پر کډوالو ریاست برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او همدومره نور بیا ټپیان دي. د هغه په خبره د وژل شویو کسانو په ډله کې یوه میرمن هم شامله ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل، هم ویلي دي چې تر برید وروسته د ننګرهار روغتونونو ته ۱۵ مړي او ۱۴ ټپیان لیږدول شوي دي.

له بلې خوا یوې حکومتي سرچینې د نوم د خپریدو په شرط دویچه ویله ته  وویل چې د برید پر مهال د کډوالو په ریاست کې یوه غونډه روانه وه. د سرچینې په خبره بریدګرو لومړی د ریاست په دروازه کې چاودنه کړې او وروسته دوه بریدګر د مهاجرینو ریاست ودانۍ ته ننوتي دي.

په سیمه کې د عبیدالله په نوم د پېښې یوه عیني شاهد د برید پر مهال دویچه ویله ته وویل: « د کډوالو ریاست سره نزدې د یوه مسجد سره نیږدې ولاړ وم. یو تور فیلډر موتر راغی. درې کسان په کې ناست وو. لومړی یې هوايي ډزې وکړې او وروسته یوه کس ځان ته چاودنه ورکړه او دوه ریاست ته ننوتل.»

دې کس وویل چې د کډوالو ریاست ته د دوو بریدګرو له ننوتلو سره سم هماغه فیلډر ډوله موټر هم وچاودېد  چې له امله یې ځینې کسان ټپیان شول.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دا برید داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ هم د موټر بم په برید کې د کوت ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو مشر او له ننګرهار څخه ولسي جرګې ته نوماند حیات خان، له خپلو دریو ساتونکیو سره ووژل شو او یو زوی یې ټپي شو.

له دې وړاندې هم د روانې اوونۍ په سر کې د ننګرهار په دریمه ناحیه کې د قابله ګانو پر یوه روزنیز مرکز برید کې درې کسان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان وو.

امید دیدار/ ننګرهار