د ننګرهار پر مستوفیت وسله وال بریدونه پای ته رسیدلی
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۳, یکشنبهشاوخوا شل کم یوه بجه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د مستوفیت ودانۍ مخې ته موټر بم برید شوی او له هغې وروسته یو شمېر وسله وال د مستوفیت ودانۍ ته دننه شوي دي.
والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ماښام ناوخته رسنیو ته وویل، دغو بریدونو کې لس کسان، چې ملکيان، مامورین او نظامیان پکې شامل دي، وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي. خوګیاڼی وايي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ له څه باندې پنځه ساعته نښتې وروسته ماښام شپږ نیمې بجې برید پای ته رسېدلی او شپږ واړه بریدګر پکې وژل شوي دي. له دې سره ټولټال اته بریدګر وژل شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټرنجیب الله کاموال هم ویلي، چې روغتون ته لس جسدونه او له څلوېښتو ډېر ټپیان وروړل شوي، چې د شپږو کسانو روغتیايي حالت پکې نازک دی. تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.
د ننګرهار مستوفیت د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې دی. د دې عایداتي ادارې مخامخ د ننګرهار عمومي زندان، ورڅېرمه یې معارف او اطلاعاتو فرهنګ ریاستونه دي. دې بریدونو کې د مستوفیت ودانۍ سربېره ځینو نورې دولتي او نادولتي ادارې او هټۍ زیانمنې شوي دي.
خو دا، چې ولې یوه غیرنظامي او عایداتي ادارې د وسله وال برید هدف ګرځي، هغه پوښتنه ده، چې د ټولو خلکو په خولو کې اوړي، راوړي.
دغه بریدونه نن یکشنبې په ورځ د مې میاشتې په ۱۳ نیټه شاوخوا شل کم یوه بجه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه اړوند مستوفیت ودانۍ څخه بهر او دننه شوي. خوګیاڼي زیاته کړې چې د پېښې ټپیان او جسدونه د جلال اباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د ننګرهار مستوفي عبدالله رقیبي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دی روغ دی او ځینې کارکوونکی یې له مستوفیت ودانۍ وتلي؛ خو ځینې لا هم دننه پاتې دي.
امید دیدار، ننګرهار