1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نتانیاهو د بریا جانس ډیر شوی

۱۳۹۸ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د شاوخوا ۹۶ سلنه رایو تر شمیرنې وروسته، د اسرائیل په ټاکنو کې د لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو د بریالیتوب چانس زیات شوی دی. په اسرائیل کې د حکومت تشکيل د سیاسي ګوندونو د ائتلاف پورې تړلی دی.

https://p.dw.com/p/3GY7E
Israel Wahlen Wahlparty Netanjahu
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Schalit

په ټولو نظر پوښتنو کې د نتانیاهو او د هغه د رقيب بني ګانتس، ترمنځ د اوږه په اوږه سیالۍ خبره کیده. هغه څه چې رښتینوالي یي د رایو د اکثریت تر شمیرنې وروسته تائید شو.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې ورځې (د اپریل میاشتې ۱۰ نیټه) د سحر په لومړیو ساعتونو کې د بنیامين نتانیاهو پورې اړوند د «لیکود» ګوند د سپين- آبي منځلارو ډلو له ائتلاف څخه مخکې شوی دی.

تر ۹۶ سلنه د ډیرو رایو شمیرنه

تر ۹۶ سلنه د ډیرو رایو تر شمیرنې وروسته روښانه شوه چې د لیکود ګوند ځانته له نږدې ګوندونو سره د ائتلاف پوتنسیل  درلودلو له کبله کولی شي د اسرائیل د پارلمان له ۶۵ څخه تر ۶۷ چوکیو پورې ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې د اسرائیل پارلمان یا کنست، په مجموع کې ۱۲۰ چوکۍ لري. په روانو اتنخاباتو کې د نتانیاهو احتمالي بریالیتوب کیدای شې د هغه د زمامدارۍ د پنځمې دورې پیل وي.

نتانیاهو تر ټاکنو لږه موده مخکې د یوې تلویزوني مرکې په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د اردن سیند لویدیځه غاړه به چې د اسرائیل له خوا اشغال شوې ده د دغه هیواد له خاورې سره الحاق کړي. نوموړي همدارنګه د فلسطين د یوه مستقل دولت جوړیدل رد کړي ول.

بني ګانتس مخکې تر دې په ټاکنو کې د خپلې بریا خبره کړې وه او دغه ورځ یې د اسرائیل له پاره یوه تاریخي ورځ بللې وه.

نوموړي د خپل ټاکنیز کمپاین په وخت کې له فلسطينیانو سره د سولې د مذاکراتو له سره پیلولو خبره کړې وه، خو په عین وخت کې یې ویلي وو چې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې به د ښارګوټو د جوړولو سیاست ته دوام ورکړي. ګانتس بیا د اسرائیل له خاورې سره د دغې اشغال شوې خاورې له ضميمه کولو څخه ډډه کړې وه.

ټاکونکي ائتلافونه

د اسرائیل په انتخاباتو کې یوه ټاکونکې موضوع له نورو ګوندونو سره د ائتلاف مسئله ده. هر ګوند چې غواړي په یوازیتوب سره دولت تشکيل کړي باید لږ تر لږه د اسرائیل د پارلمان ۶۱ چوکۍ په اختیار کې ولري. دا شمیر تر اوسه پورې د شمیرل شویو رایو په اساس د هیڅ کوم ګوند په برخه کې صدق نه کوي.

د روان کال په ټاکنو کې شپږ میلیونه او ۳۰۰ زره اسرائیلیانو په ټاکنو کې د خپلو رایو د کارولو له حق څخه برخمن وو. د اسرائیل نوی پارلمان د روان کال په جون میاشت کې تشکیلیږي. دغه انتخابات باید د نوامبر په میاشت کې ترسره شوي وای، خو په دولت کې د کړکیچونو د رامنځ ته کیدو په دلیل نتانیاهو دغه ټاکنې وخت تر مخه اعلان کړې.

دویچه ویله فارسي/ ش. ن