د ناټو لخوا د جوړې شوې پوځي ډلې فعالیتونه دوام لري
۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبهدغه پوځې ډله د بحرانی تاسیساتو د ساتنې د پروګرام «CIP» په نوم یادیږي چې له ۱۵۰۰ سرتیرو څخه جوړه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یوه خبر پاڼه خپره کړه چې په کې ویل شوي ول چې افغان حکومت د ناټو له عمومي قوماندان، جنرال جان الین، څخه غوښتې ترڅو دغه پروګرام له منځه یوسي. د خبر پاڼې په حواله افغان حکومت وروسته له هغې په دغه کار لاس پورې کړ چې محلي اوسیدونکو د CIP له ځواکونو څخه شکایت وکړ.
د افغان ولسمشر ویاند، ایمل فیضي، د سه شنبې په ورځ وویل چې د CIP پروګرام یو له هغو پروګرامونو څخه دی چې ولسمشر کرزي یې تل مخالفت کوي. د هغه په خبره دغه شان ګروپونه د ناټو لخوا پرته له دې چې افغان حکومت په جریان کې پریږدي جوړیږي.
د فیضي په حواله ولسمشر کرزی د لومړي ځل لپاره له یوي آلمانۍ رسنې سره په مرکه کې د دغه پروګرام په اړه معلومات تر لاسه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې ناټو وایي د CIP پروګرام یې تر بررسۍ لاندې نیولی دی. د افغانستان په شمال کې د دغو ځواکونو یوې ویاندې ویلي دي چې د CIP د پروګرام د سرتیرو عملیات به دوام ولري خو دغه ډله به په عینې وخت کې تر بررسۍ لاندې وي.
د ایساف دغې ویاندې رسنیو ته په خپل بریښینا لیک کې ویلي دي چې تر اوسه له هغوې څخه نه دي غوښتل شوي چې د CIP پروګرام له منځه یوسي. هغې زیاته کړې چې ایساف یوازې هر درې میاشتې وروسته د CIP د پروګرام فعالیتونه څیړي. د ناټو دغه ویانده ادعا کوي چې د CIP سرتیرې د افغان ولسوالانو تر څار لاندې خپل کارونه پر مخ بیایي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، وایي افغان حکومت د دغه پروګرام په وړاندې خپل موقف روښانه کړی او غواړي چې د دغې ډلې فعالیتونه ودرول شي.
کرزي تل د نړیوالو ځواکونو څخه غوښتې چې د افغان ځواکونو ترڅنګ د نورو موازي قواوو له جوړولو څخه ډډه وکړي.
اوس مهال په افغانستان کې څه نا څه ۱۳۰۰۰۰ بهرني سرتیرې میشت دي چې د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له دغه هیواد څخه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه کواښ کوي چې کله نا کله افغان امنیتي ځواکونه په دغه هیواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم