1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د «نامساعده جامو» اغوستلو له امله پر مصرۍ هنرمندې دعوی شوې

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

د مصر پر مشهورې فلمې ستورې رانیا یوسف د قاهرې په فلم فیسیتوال کې د «نامساعده جامو» اغوستلو له کبله دعوی شوې. که نوموړې د محکمې له خوا مجرمه وپيژندل شي، نو تر پنځه کاله پورې د بند په سزا محکومیدلی شي:

https://p.dw.com/p/39HqZ
Rania Youssef Cairo International Film Festival CIFF
انځور: Getty Images/AFP/S. Saleh

مشهوره مصرۍ هنرمنده او ماډله رانیا یوسف د قاهرې په فلم فیستیوال کې د نامساعدو یا غیر اخلاقي جامو د اغوستلو له امله له سختو نیوکو سره مخامخه شوې ده.

دغې ۴۵ کلنې فلمي ستورې د خپل دې کار له پاره له هغو کورنیو څخه بخښنه غوښتې ده چې د «سي تهرو» په نوم د دې د جامو له امله یې احساساتو ته زیان رسیدلی دی. نوموړې هنرمندې د خپلو جامو پر انتخاب افسوس او خفګان څرګند کړی دی.

رانیا یوسف دغه جامې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د فلمي فیستیوال د پای په مراسمو کې پر تن کړې وې. کله چې د هغې انځورونه په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې خپاره شول د محافظه پالو له خوا د سختو انتقادونو لړۍ پيل شوه. دغه مصرۍ هنرمنده او ماډله د نوي موډ او په اصطلاح جل بل جامو د اغوستلو له کبله هم مشهوره ده.

د مصري ورځپاڼې الحرام په حواله رانیا یوسف د داسې جامو اغوستلو له کبله د دعوې له اقامې سره مخامخه ده او ممکن د محکمې جریان یې په راتلونکي میاشت کې پیل شي.

Ägypten Cairo International Film Festival | Schauspielerin Rania Youssef
مصرۍ هنرمنده رانیا یوسف د قاهرې په فلم فیستیوال کېانځور: Getty Images/AFP/O. Zoheiry

د قاهرې دوو وکیلانو د دغې هنرمندې د محاکمې غوښتنه کړې. په ورځپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې آیا د رانیا یوسف په معذرت او بخښنې غوښتنې سره به محکمه دغه قضیه ختمه کړي او که څنګه؟

د فرانسې خبري آژانس (ای اف پي) په حواله د څارنوالۍ له طرفه د جرم ثابتیدو په صورت کې دغه هنرمنده تر پنځو کلونو پورې د بند په سزا محکومیدلی شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د رانیا یوسف پر دغه اقدام د پلویانو او مخالفينو تر منځ تاوده بحثونه راپورته شوي دي. د دغې فلمي ستورې مينه والو د هغې جامې ډيرې ښایسته او په زړه پورې بللي دي او زیاته کړې یې ده چې له رانیا یوسف څخه د هغې د خوښې جامو د اغوستلو حق هیڅ څوک هم په زوره نه شي اخیستلی. 

خو مخالفين یې بیا وایې چې نوموړې د دې لباس په اغوستلو سره یو غیر اخلاقي حرکت کړی دی. د دوی په خبره دغه جامې د بدلمنۍ يا فحاشۍ په کتار کې راځي چې هیڅ کله هم ورته باتهذیبه او مناسب نه شي ویل کیدای.

د رانیا یوسف د دې کار مخالفينو زیاته کړې ده چې د دغې هنرمندې د دې کار له امله ځوانان او عام خلک له مذهبي پریشانۍ سره مخامخ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې هم وخت ناوخته د ځينو هنرمندانو او په تلویزوني پروګرامونو کې د کارکوونکو هنرمندانو پر جامو نیوکي او انتقادونه شوي دي چې د هغو له جملې څخه په دې وروستیو کې د افغانستان د مشهورې سندرغاړې اریانا سعيد د جامو پر سر راپورته شوي جنجال د يادونې وړ دی.

څه موده مخکې په پاریس کې د اریانا سعید یوه کنسرت په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي ول. يو شمیر کسانو پر میرمن سعید باندې د دې کنسرت له پاره د انتخاب شویو جامو له کبله نیوکې کولې او هغه یې د افغانستان کلتور ته په تاوان رسولو تورنوله. پخپله اریانا بیا په وار وار ویلي چې د هغې د پاریس کنسرت په انځورونو کې لاس وهل شوی او له دې کبله په ټولنیزو رسنیو کې یې د یو شمیر کسانو نیوکې راپارولي دي.