1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مېرکل ګوند مشرۍ ته ولاړ احتمالي کانديدان څوک دي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۳, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل اعلان کړی دی چې د مسيحي دموکرات ګوند د مشرې په توګه او صدراعظمۍ ته به هم بيا نه کانديديږي. له دې کبله اوس د درو هغو کسانو تر منځ رقابت شروع شوی دی چې غواړي د مېرکل ځای ونيسي.

https://p.dw.com/p/37d7z
Bildkombo Annegret Kramp-Karrenbauer Jens Spahn Friedrich Merz

مېرکل ته نژدې کانديدې انېګرېت کرامپ کارنباور تر اوسه پورې د خپل بهرني سياست په هکله ډېرې څرګندونې نه دي کړې. هغه له زارلنډ آيالت څخه راځي چې له فرانسې سره څېرمه پروت دی. له دې کبله هغه د فرانسې کارپوهه بلل کيږي، خو د امريکا په هکله ښايي هغه ډېر معلومات ونه لري، چې دغه تخصص ته بايد هغه وده ورکړي. هغې د مسيحي دموکرات ګوند د عمومي منشي په توګه يو ځل د امريکا متحده آيالاتو ته سفر کړی دی، د امريکايي واليانو د کلنۍ غونډې پر وخت يې وينا اورولې او د آلمان د «بي ام ډبل يو» د موټر جوړونې د شرکت له يوې فابريکې څخه يې هلته ليدنه کړې ده. خو دا يوازې ابتدايي معلومات ګڼل کېدای شي. هغه د متحده آيالاتو د رسنيو له خوا «کوچنۍ مېرکل» بلل کيږي، ځکه چې د آلمان اوسنۍ صدراعظمې ته ډېره نژدې ده. د يوې حساسې او هوښيارې مېرمن په توګه به ښايي هغه د ترمپ اصلي ملګرې جوړه نه شي. د کډوالو او مهاجرت په سياست کې کرامپ کارنباور د مېرکل د مسيحي بشردوستانه د ادغام له مېتود څخه پيروي کوي چې د حکومت له خوا د مهاجرت د محدودولو له تدابيرو څخه يې هم البته ملاتړ کړی دی.
مېرڅ د اقتصادي چارو اصلي کارپوه دی

دا په داسې حال کې ده چې د هغې سيال، فريدريش مېرڅ، د «اتلانتيک پُل» په نوم د هغه سازمان مشر دی چې له متحده آيالاتو سره ښې اړيکې پالي او دغه هېواد ته په درنه سترګه ګوري. د هغه له پاره د اتلانتيک دواړو خواو ته همکاري د آلمان د خارجي سياست يو تر ټولو مهم بنسټ دی. خو کله چې ترمپ اروپا ته د جزايي تعزيراتو ګواښ کوي، مېرڅ ورسره مخالفت هم کولای شي. ځکه چې د اقتصادي چارو د متخصص په توګه هغه هر ډول تجارتي بنديزونه ردوي. مېرڅ د مېرکل د کډوالۍ د سياست اصلي مخالف نه دی. د هغه په خبره تر هغه پورې چې د مهاجرو راتګ د اوس په څېر محدود پاته شي، دی کومې لويې ستونزې نه ويني.
شپان ترمپ ته نژدې بلل کيږي

دريم کانديد، ينس شپان ښايي د ترمپ د ادارې له اصلي کسانو سره تر ټولو ډېر جوړ وي. د ترمپ پلويان ډېر پخوا لا دغه ځيرک او د مېرکل ضد مفکر ته متوجه شوي دي. شپان ته د ياغي په سترګه کتل کيږي چې ډېر ژر يې په برلين کې د متحده آيالاتو له نوي سفير، ريچارد ګرېنېل، سره وليدل. هغه ته په دې ليدنې پسې حتی په سپينه ماڼۍ کې د امریکا د ملي امنيت د مشاور، جان بولټن، له خوا هر کلی وشو. دغسې وياړ تر اوسه د آلمان د روغتيا د هيڅ بل وزير په برخه شوی نه دی. ترمپ او اداره يې د مسيحي دموکرات ګوند د مشر په توګه د شپان ټاکنه يوازې لومړی ګام بولي چې غواړي شپان صدراعظمۍ ته هم ورسيږي. شپان د کډوالو او مهاجرت په چارو کې پر مېرکل باندې سختې نيوکې کوي. د هغه په خبره د مهاجرت په برخه کې د مسيحي دموکرات ګوند سياست د دې اصلي علت دی چې ګوند يې په ولس کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. 

Deutschland Jens Spahn
آيا ينس شپان د ترمپ د ادارې د خوښې کانديد دی؟انځور: picture alliance/dpa/C. Koall
Pressekonferenz Friedrich Merz
د اقتصادي چارو کارپوه، فريدريش مېرڅانځور: picture-alliance/dpa/W.Kumm
Deutschland - Annegret Kramp-Karrenbauer, Generalsekretärin der CDU
کرامپ کارنباور مېرکل ته نژدې بلل کيږيانځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer