1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میلیاردي مرستو په بدل کې له ایران سره نوې اټومي موافقتنامه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

ټاکل شوې ده چې د روسیې، چين او اروپايي دیپلوماتان له ایران سره د مالي مرستې په اړه خبرې وکړي. د اروپا د دیپلوماتیکو کړیو په حواله که ایران یوه نوې اټومي موافقتنامه لاسلیک کړي، کولی شي په میلیاردونو مالي مرستې ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2y1Zd
Iran Teheran Treffen zwischen dem Iran und der EU
انځور: Mizan/A. Shirband

د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د می میاشتې په ۱۹نیټه) د اروپایې اتحادیې د دیپلوماتیکو کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د روسیې، چين او د اروپایې اتحاديې دیپلوماتان به په راتلونکي اونۍ کې د ایران له پاره د یوه وړاندیز شوې مالي بستې په اړه سلا مشورې وکړي.

په دې رپوټ کې زیاته شوې ده چې د یوه نوي تړون د لاسلیک کولو په بدل کې به ایران کولی شي د میلیاردي مرستو څخه برخمن شي. په وړاندیز شوي تړون کې دا احتمال شته چې د ایران د بالیستیک توغندیو د سیستم فعالیت د مقرراتو او په سیمه کې د ایران پر رول هم خبرې وشي.

ټاکل شوی ده چې راتلونکې اونۍ به د آلمان، فرانسې، بریتانیې، چين او روسیې استازې د دې موضوع په اړه بحث او خبرې اترې وکړي. دغه لیدنه کتنه به د لوړپوړي آلماني سیاستوال هلګا شمیټ او د اروپا د خارجي سیاست مسئولې موګریني په مرستیالۍ کې ترسره شي.

د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې په رپوټ کې اشاره شوې ده چې د ایران سره له اټومي موافقې څخه د امریکا متحده ایالاتو د نه وتلو په برخه کې د اروپایانو هڅې چندان اغیزمنې نه وې او د ایران پر اقتصادي ستونزو یې لږ تاثیر درلود. له همدې امله د یادو پنځو هیوادونو استازي به له ایران سره د نوي اټومي موافقتنامې په اړه خبرې وکړي.

نوی تړون به د پخوانۍ موافقتنامۍ چې په ۲۰۱۵م کال کې رامنځته شوی محتوای هم ولري، خو د ایران د توغندیو سیستم په اړه نوي مقررات او قواعد به هم په کښې ځای پر ځای کړل شي.

یوه لوړپوړي اروپایې دیپلومات د ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې ته ویلي دي چې باید د ۲۰۱۵ کال له موافقتنامې څخه فاصله ونیول شي او نوي بندونه په کښې ور زیات کړل شي، څو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ورسره موافقه وکړي او پر ایران لګول شوي بندیزونه بیرته لغوه کړي.

د دغه لوړپوړي اروپایې دیپلومات په خبره له ایران سره د یوه نوي وړاندیز شوي اټومي تړون په بدل کې، باید ایران ته یوه نوې مالي بسته وړاندیز شي. هغه د دې موضوع د وضاحت له پاره له ترکیې سره د مهاجرو په اړه د اروپا د مرستو نمونې ته اشاره کړې کړې ده.

ترکیه د ۴ میلیونه مهاجرو د ساتنې په بدل کې له اروپایې اتحادیې څخه د مالي مرستو یوه بسته ترلاسه کوي. ترکیه د خپلو سرحدونو د دقیق کنترول او حفاظت په خاطر له اروپایې اتحادیې څخه په مجموع کې ۶ میلیارده ایرو ترلاسه کوي.

د ایران چارواکو د دغه نوي وړاندیز شوې بستې په اړه تر اوسه پورې خپل نظر نه دی څرګند کړی.