1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میرکل او پوتین له ملاقاته ډیر انتظارونه موجود دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

د روسیې ولسمشر پوتین او د آلمان صدر اعظمه به په «مزه برګ» ماڼۍ کې سره وویني او پر داسې موضوعاتو به وغږيږي چې په هکله یې دواړه ژور اختلافات لري. شنونکي فکر نه کوي چې پوتین به ډیر لږ هم له خپل سیاسي دریځه په شا شي.

https://p.dw.com/p/33ML8
G20-Gipfel in Hamburg Merkel und Putin
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

وروسته له هغې چې د روان کال په می میاشت کې په سوچي کې میرکل او پوتین سره ولیدل، دا به د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کې د آلمان د صدراعظمې او د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین دوهم ملاقات وي. د آلمان د حکومت د ویاند شتفن زایبرت په وینا د دې کتنې په ترڅ کې به درې موضوعات د بحث اصلي ټکي وي. د نوموړي په وینا د سوريې جګړه، د اوکراین کړکیچ او د نورد ستریم ۲ په نامه له روسیې څخه آلمان ته د ګازو د نل لیکې پروژه به هغه موضوعات وي چې دواړه مشران به ورباندې بحث او خبرې وکړي.

په آلمان کې د «سیاست او علم له بنسټ» څخه زبینه فیشر فکر نه کوي چې د «مزه برګ» په ماڼۍ کې به د دغو دواړو سیاسي څیرو ملاقات ښې او مثمرې پایلې له ځانه سره ولري. د شرقي اروپا د چارو دغه کارپوهه وايي: «د [دواړو لورو] په هدفونو کې بدلونونه راغلي دي... روسیه د سوریې او اوکراین په هکله ځانګړی موقف لري او د نورد ستریم ۲ په نامه [د ګازو د انتقال د نل لیکې] د پروژې د عملي کولو له پاره هم ځانګړې علاقه لري. روسی اړخ به دغو هدفونو ته د رسیدو له پاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.»

G20-Gipfel in Hamburg Merkel und Putin
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د اوکراین کړکیچ

د اوکراين په شرق کې شخړه د ۲۰۱۴م کال له پسرلي وروسته پیل شوه چې تر اوسه پورې یې له ۱۰ زرو ډیر انسانان قرباني کړي دي. د روسیې له لوري د کریمیا د ټاپو نیول او له خپلې خاورې سره د دغې ټاپو یوځای کولو هم نړیواله ټولنه ناراحته کړه او داسې قوي شواهد هم موجود دي چې د روسیې پوځ په دې برخه کې له بیلتون غوښتونکو سره مرسته کوي او دا چې د اوکراين په مشرقي څنډو کې یې له هغوی سره پراخې مرستې کړي دي.

Ukraine Konflikt in der Ostukraine
انځور: picture alliance/dpa/I. Varenytsia

تر دې وړاندې آلمان او فرانسې څو ځله د دې هڅه وکړه ترڅو د اوکراین او د بیلتون غوښتونکو ترمنځ اوربند تأمین کړي. ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو شنې خولۍ لرونکی سوله ساتی پوځ به پر دغې لړۍ څارنه وکړي، خو تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې دغه راز یو اوربند څنګه امکان لري.

تیر کال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو شین خولي باید په اوکراین کې د سولې د پرمخ بیولو پر ځای په دې هیواد کې د «اروپا د امنیت او همکارۍ» د سازمان د خوندي ساتلو له پاره وګمارل شي. تر اوسه پورې هم د پوتین د وړاندیز په هکله بحثونه روان دي خو لا یې هم کومه نتیجه نه ده ورکړې. میرمن فیشر په دې هکله وايي: «داسې بریښي چې د روسیې اړخ د خبرو له پاره چمتو شوی، خو زما له نظره د یوې واقعي حل لارې د موندلو له پاره ډیر چمتووالی لا هم نه لیدل کیږي.»

په اصل کې په اوکراین کې اوسنی اوربند د ۲۰۱۵م کال په پسرلي کې د مینسک د یوه تړون پر بنسټ رامنځ ته شو. د توافق په اساس د «اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان» به د اوربند څار کوي خو د دې حق نه لري چې په شخړو کې مداخله وکړي.

Syrien Idlib Explosion eines Waffenlagers
انځور: picture-alliance/AA/A. Fetravi

د سوریې برخلیک

دا چې میرکل او پوتین دې د سوریې په هکله توافق وکړي، دا د اوکراين تر جنجال هم د ډیر تحمل وړ موضوع نه ده. د ۲۰۱۱م کال نه راپدیخوا د سوریې په داخلي جګړو کې سلګونه زره سوریایان وژل شوي او میلیونونه نور بیا د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي. د تیر په څیر، د روسیې ولسمشر پوتین لا هم د سوریې د واکمن ولسمشر بشار الاسد نږدې ملاتړی دی.

آلمان تر اوسه پورې د سوریې په شخړه کې پوځي مداخله نه ده کړې، خو دغه هیواد بیا په سوریه کې د بشارالاسد پر ضد د فرانسې، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو پوځي عملیات تائید کړي دي.

Infografik Karte Gaspipelines Europa Nord Stream EN

آیا د نورد ستریم ۲ په نامه د ګازو د نل لیکې پروژه به عملي شي؟

په داسې حال کې چې آلمان او رسیه په ګڼ شمیر نړیوالو مسائلو کې  د نظر ژور اختلاف لري، خو له بل پلوه دواړه لوري د دغې سترې اقتصادي پروژي په پلي کولو کې ګډ نظر لري او په دې برخه کې یې هڅې ګړندۍ کړې دي. د ۱۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د ګازو دغه نل لیکه د شمال د سمندرګي له لارې په مستقیمه توګه له روسیې څخه آلمان ته ګاز انتقالوي. د آلمان او روسیې د ګازو دغې پروژې ته په نړیواله سطحه تل په منفي نظر کتل شوي دي، ځکه چې داسې امکان لري چې دغه پروژه به د اوکراین په هکله پراخې جیوپولتیکي اغیزې له ځانه سره ولري.