د مړ شوي نهنګ په خیټه کې ۴۰ کیلوګرامه پلاستیک موندل سوی
۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سهشنبهد سمندرونو بیولوژي پوهانو د فلیپین په داواو ښار کې ویلي چې د شنبې په ورځ دغه موندل شوي نهنګ د نورو شیانو ترڅنګ ۱۶ د وریجو پلاستیکې بوجۍ او نورې د سودا اخیستلو ډیر شمیر پلاستیکې کڅوړي خوړلي وې.
دD' Bone Collector په نامه موزیم چې د نوموړي نهنګ عکس يي په فیسبوک کې خپور کړی دی ویلي دي چې حکومت باید بلاخره د هغو شرکتونو په وړاندې یو څه ترسره کړي چې له سمندرونو او کانالونو څخه د خپلو کثافت دانیو په توګه کار اخلي.
د اورکا، په نامه د حیواناتو د ساتنې بریتانوي سازمان د دوشنبه په ورځ د خپل تویتر په پیغام کې لیکلي دي چې د دې لیدل سړی خفه کوي او دا ښيي چې موږ ټول باید د پلاستیک څخه د کار اخیستو په برخه کې جدي اقدمات وکړو، څو خپل سمندرونه له پلاسیتکه خوندي وساتو.
دا لومړنی نهنګ نه دی چې د پلاستیکو د خوړلو په پایله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تیر کال په پای کې هم د اندونیزیا په ساحل کې یو نهنګ مړ وموندل سو چی څه ناڅه ۶ کېلو ګرامه پلاستیک یې په معده کې پروت وو. په هغو کې ۱۱۵ پلاستیکې ګیلاسونه، ۲۵ کڅوړي او څه د پاسه زر نور پلاستیکې ذرات شامل ول.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اندونیزیا، فلیپین او چین هغه ستر هیوادونه دي چې په سمندرونو کې د پلاستیکي کثافاتو په رامنځ ته کیدو کې ونډه لري.
(dpa/P.Q/S.R)