1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د موساد يو جاسوس مو وژلی دی»

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

افراطي ډلې «اسلامي دولت» یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکښې په ظاهري توگه د یوه اسرائيلي عرب، وژل ښوول کیږي. دغه ترهگره ډله وایي چې وژل شوی کس یو جاسوس وو. اعدام کوونکی هم یو ماشوم دی.

https://p.dw.com/p/1EoTY
انځور: Reuters/A. Awad

د افراطي ډلې اسلامي دولت له خوا په لس دقیقه یي ویډیو کې ښوول کیږي چې شکمن قرباني نارنجي کالي اغوستي دي. دغه شان کالي معمولاً د دغي ډلي له خوا اعدامیدونکو کسانو ته ور اغوستل کیږي.

په دغه ویډیو کې دغه کس اقرار کوي چې ۱۹ کاله عمر لري. هغه خپل اسرائیلی پاسپورت ښيي او خپل نوم محمد سعید اسماعیل مسلم يادوي او وایي چې څرنگه د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد له خوا جذب شو.

دی وایي چې د دې له پاره د اسلامي دولت ډلي سره یو ځای شو چې د هغوی په هکله جاسوسي وکړي. په دغه ویډیو کې دغه ځوان وایي چې خپل پلار او مشر ورور دې کار ته هڅولی وو.

تر هغې وروسته بیا ښوول کیږي چې مسلم، څرنگه یوه میدان ته روانيږي او د یوه هلک له خوا چې عمر یې تر ۱۲ کالو کښته ښکاري په مرميو ويشتل او وژل کیږي. دغه ځوان ته د یوه جنگیالي له خوا چې په فرانسوۍ ژبه خبري کوي د «خلافت د ځوان» لقب ورکول کیږي.

اسرائیل او همداشان د مسلم کورنۍ دا خبره ردوي چې گويا هغه ۱۹ کلن ځوان د جاسوس په توگه فعالیت کاوه.

د اسرائیلو د استخباراتي ادارې یوه ویاند ویلي دي چې محمد د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې «په خپله خوښه» خپل کور پريښی دی. د محمد پلار ویلي دي چې د هغه زوی سوریې ته تللی وو چې هلته له تندلارو جهادیانو سره یو ځای شي، خو تر هغه وروسته یې د تیښتې هڅه کړې ده.

«اسلامي دولت» د دجله پل الوزولی

له افراطي ډلي «اسلامي دولت» څخه د عراق د شمالي ښار تکریت د بیرته نیولو له پاره جگړه دوام لري. په دې ترڅ کې دغي ډلې په دغه سیمه کې یوازینی پل الوزولی دی.

د عراق د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې تندلاري غواړي په دې عمل سره د عراق د پوځ د پرمختگ مخه ونیسي. د دجلې پر سیند پل له ختیځ څخه تکریت ته یوازنۍ لار ده.

له شا او خوا ۳۰ زره عراقي عسکر او متحدان سره هوایي ملاتړ هم ورسره دی. دوی غواړي چې د عراق په شمال کې تکریت ښار د اسلامي دولت له جنگیالیو څخه بیرته ونیسي.

نزدې نهه میاشتي دمخه دغي ترهگري ډلي تکريت ښار تر خپل کنترول لاندي راوست. له هغه وروسته چې دغي افراطي ډلي د عراق په شمال او لوېديځ کې ځيني سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي، دا يې پرضد تر ټولو ستر پوځي عملیات دي.