1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موزمبيق تر توپان وروسته د سلونو کسانو د وژل کيدو انديښنه

۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

تر اوسه له ۳۰۰ زيات جسدونه موندل شوي دي. په موزمبيق، زېمبابوې او مالاوي کې مرستندويان له دې ويره لري چې د قربانيانو شمېر ښایي تر دې هم لوړ شي. اوس په کرار کرار د ویجاړیو کچه څرګندیږي.

https://p.dw.com/p/3FHcG
Mosambik: Spuren des Zyklons Idai
انځور: DW/B. Chicotimba

تر سختو توپانونو او باران وروسته د موزمبيق ولسمشر فيليپه نيوسي د ډېرو زياتو کسانو د وژل کيدو انديښنه څرگنده کړې ده. نيوسي د افريقا په جنوب کې د پراته دغه هېواد وگړو ته په يوه وينا کې وويل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د ۸۴ کسانو مړينه تائید شوې ده، «خو داسې ښکاري چي کيدای شي د مړو شمير ۱۰۰۰ تنو ته ورسيږي.»

د موزمبيق دويم ستر ښار بيرا چې د «ايداي» په نوم توپان سخت ځپلی وو، تر ډيره حده ويجاړ شوی دی. د سره صليب د عملياتو د برخې مشر جمي لي سيوور، وويل چې په بيرا کې ويجاړي «تر اندازې زياته او د خواشینۍ» وړ ده. هغه زياته کړې: «داسې ښکاري چې د ښار تر ۹۰ سلنه زياته برخه له منځه تللي وي.»

دا بندري ښار چې شا او خوا ۵۳۰ زره کسان پکې اوسي، له نورې نړۍ سره یي اړیکه پرې شوې ده. سړکونه یې په بشپړه توگه ويجاړ شوي دي او تليفون او انترنت قطع شوی دی.  

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې اداره داسې انگيري چې د دې توپان له کبله په زرونو انسانان بې کوره شوي دي. په موزمبيق کې د يونيسف يوه ویاند وويل: «د سېلابونو له وجې د نس ناستي په ناروغۍ د اخته کيدو خطر زيات دی. دا په ځانگړي توگه د کمروزو کسانو له پاره خطرناکه ناروغي ده چې دا په اوسني وضعيت کې ښځې او ماشومان دي.»

Überschwemmung durch Zyklon IDAI in Mosambik
د موزمبيق دويم ستر ښار بيرا تر ټولو زيات اغیزمن شویانځور: picture-alliance/dpa/Red Cross/C. Haga

هغه زياته کړه چې داسې ښکاري چې دلته ډېر ښوونځي، روغتونونه، د حفظ الصحې زيربناوې او پاکو اوبو ته د لاس رسي سیستمونه په اغیزمنو سيمو کې له منځه تللی وي. نوموړي وويل چې د خوراک نړیوال پروگرام (WFP) به ډېر ژر له۶۰۰ زرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

د گاونډي هېواد مالاوي له پاره د ډېرو شديدو توپانونو د لړۍ څخه د «ايدای» په نوم دا توپان تر ټولو تازه وو. د خوراک نړیوال پروگرام غواړي دلته نورو ۶۵۰ زرو انسانانو ته مرسته ورسوي.

په مالاوي کې په  تېره بيا په لېرو پرتو سيمو کې لا د ويجاړيو کچه روښانه نه ده. په ټولیزه توگه په اغیزمنو سيمو کې ۹۲۰ زره انسانان اوسي. د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه يوازې په مالاوي کې د ۱۵۰ کسانو مړينه تائید شوې ده.

په زېمبابوې کې د سېلابونو له کبله د يو شمير کورونو د ويجاړيدو او ځمکې ښوېدو له کبله تر اوسه تر لږ تر لږه ۹۸ کسانو د مړينې خبره شوې ده. تر ۲۰۰ زيات کسان لادرکه دي. د زېمبابوې ولسمشر ایمرسون منانگاگوا په اغیزمنو سيمو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی. هغه وويل چې حکومت یې «پر ناورين د لاس بري له پاره په مسلسله توگه په کار بوخت دی.» په آلمان کې هم مرستندويه ټولنو لکه سره صليب د موزمبيق او زېمبابوې له پاره د بسپڼو غږ وکړ.

B.S/ R.S (dpa, afp, ap)