د «موریا کمپ» په اطرافو کې د ژوندانه شرایط څه ډول دي؟
د یونان حکومت د مهاجرو له حده زیات ډک کمپونو د تړلو او توقیف ځایونو ته د مهاجرو د انتقالولو هوډ څرګند کړی دی. د موریا کمپ چې مهاجر پکې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، هم ښایي په نزدې وخت کې وتړل شي.
افغانه کورنۍ چې هر څه یې وسوځیدل
د سپتمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په موریا کمپ کې د لګیدلي اور له کبله د دغه کورنۍ هر څه وسوځیدل. دغه څلور کسیزه کورنۍ اوس د موریا کمپ د باندې په یوه خیمه کې ژوند کوي. دا کورنۍ چې دوه کوچني ماشومان هم لري ادعا کوي چې چارواکو ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې او دغه خیمه هم ورته یوه مرستندویه سازمان ورکړې.
مضره ناروغي، خو بله لاره هم نه شته
نصیر احمد چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سره تړاو لري پر تور زیړي اخته دی. هغه د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د لیسبوس په ټاپو کې بند پاتې دی. د نصیر د پناه غوښتنه دوه وارې رد شوې ده او اوس ورسره هیڅ ډول مرسته نه کیږي. دی د موریا کمپ د باندې په یوه موټر کې له نورو څلورو کسانو سره په ګډه ژوند تیروي.
ځیرک تلیفون، د ورځني ژوند مهم جز
د موریا کمپ زیاتر اوسیدونکي ځوانان دي. ځیرک تلیفون دغلته د ورځني ژوند مهمه برخه جوړوي. که په نورو اروپایي هیوادونو یا پلرني ټاټوبو کې د خپلو خپلوانو او دوستان احوال اخیستل وي او که تفریح کول وي، دغه ضرورت ځیرک تلیفون سر ته رسوي.
د ماشومانو له پاره د آسانتياو نشتوالی
په موریا مهاجر کمپ او د هغې په اطرافو کې په نورو کمپونو کې د ماشومانو له پاره سهولتونه له نشت سره برابر دي. دغه دوه افغان کوچنیان یوې او بلې خوا ته په ګرځیدو سره خپل وخت تیروي. په دغه سیمه کې د کمپونو په منځ کې په تنګو لارو او سړکونو کې زیاتره وخت ماشومان لیدل کیږي. د ژوندانه له ستونزو څخه د بې خبرو ماشومانو پر خوله مسکا د کمپ د مهاجرو له پاره د خوښۍ یو سبب دی.
د ځای کموالی
د موریا کمپ په سیکشن بي، کې د ۱۵۰ ماشومانو د ځایدو ظرفیت شته، خو شا او خوا ۵۵۰ ماشومان پکې اوسیږي.
نامعلومه برخلیک او اندیښنې
د موریا کمپ زیاتره اوسیدونکي افغانان دي. په دغه انځور کې یوه پلار او زوی یې د کمپ باندني دیوال ته ډډه لګولې او ناست دي. د نارینه وو له پاره ټوله ورځ بې مقصده ګرځیدل هغوی پریشانه کوي. دغه مهاجر نه د کار اجازه لري او نه هم د دغه ځای په ژبه پوهیږي. زیاتره ورځې همدغسې یو ځای او بل ځای په ناسته تیریږي.
له خپل حده څو وارې ډک کمپونه
په دغه انځور کې دوه افغانان لیدل کیږي چې د موریا کمپ د باندې د یوه دوکان مخې ته ډوډۍ خوري. موریا کمپ د ۳۵۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري خو هلته شا او خوا ۱۳۰۰۰ کسان پکې اوسيږي. همدا علت دی چې په شا او خوا سیمو کې دغه ډول صحنې تر سترګو کیږي.
خپل دودیز خواړه
دا د موریا کمپ د باندې یو مؤقتي دوکان دی. په دغه ځای کې سبزي او ترکاري رانیول کیدی شي. هغه کسان چې د کمپ ډوډۍ یې نه خوښیږي له دې دوکانه سبزي رانیسي او په خپله د خوړو تیارولو ته ترجیح ورکوي.
د موریا کمپ په اطرافو کې د مهاجرو خیمې
دغه انځور د موریا کمپ د باندې د مهاجرو د یوه مؤقتي کمپ دی. سږکال د سلونو مهاجرو په راتګ سره دغه ډول غیر رسمي کمپونه مخ پر ډیریدو دي چې د پاکوالۍ سهولتونه یې ډیر خراب دي.