1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «موریا» په کمپ کې اور لگیدنه

۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه

تیره شپه د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو په موریا کمپ او شاوخوا څو ځایونو کې اورلګیدلې دی. په کمپ کې میشت مهاجر باید امنو ځایونو ته انتقال شوي وای. آیا دا یو قصدي عمل وو؟

https://p.dw.com/p/3iCKM
Griechenland, Lesbos: Brand im Flüchtlingslager Moria
انځور: Reuters/E. Marcou

د سهار په لومړیو ساعتونو کې په لیسبوس کې اورلګیدنه رامنځته شوه - په عین وخت کې په څو ځایونو کې. شدید بادونه چې سرعت یي په ساعت کې ۶۰ کیلومتره وو د یونان د آژه سمندر په دې ټاپو د اور د لا زیات پراخیدو سبب شو.

د رسنیو د رپوټونو په اساس د موریا په کمپ کې د پناه غوښتونکو د اوسیدو کانتینرونو هم اور اخیستی دی، او له همدې امله چارواکي مجبوره شوي دي چې د ساحې په تخلیه کولو پیل وکړي.

د یونان د دولتي راډیو ERT د رپوټ پر بنسټ په همدې منځ کې نږدې ټول خلک له دې سیمې وتلي دي. مرستندویه سازمانونه او د هغو ملاتړ کونکي په ټولنیزو رسنیو کې په سیمه کې د یو شمیر انسانانو د شتون خبره کوي چې اور او لوخړو یې د تیښتې لاره بنده کړې ده.

لږ تر لږه د اطفایې ۲۸ کارکونکي د اور وژنې له ۹ موټرونو سره چې د رضاکارانو له ملاتړ څخه برخمن دي د اور د خاموشه کولو هڅه کوي.

د اورلګیدنې د سبب په هکله مختلف نظرونه وړاندې کیږي: د کمپ ځينې اوسیدونکي وایي چې اور د سیمې خلکو لګولی دی، خو د نورو رپوټونو په حواله پناه غوښتونکو پخپله اور لګولی دی او د اطفایې له خوا د اور وژنې د کار مخه یې هم نیولې ده.

Griechenland, Lesbos: Brand im Flüchtlingslager Moria
موریا کمپ: په څو مختلفو ځایونو کې اورلګیدنه رامنځته شوې دهانځور: Reuters/E. Marcou

د دې ټاپو د اطفایې یا اور وژنې عمله د سه شنبې له ماښام راهیسې په موازې شکل د موریا کمپ په شمال لویدیځ ۲۵ کیلومترې کې په یوه ځنګله کې د اور په خاموشه کولو هم اخته دي.

د کرونا د پيښو له امله قرنطين

د کلونو راهیسې په دې کمپ کې تر گنجایش ډیر کسان په ناهیلې سره ژوند کوي. د یونان د کډوالو چارو وزارت په حواله په اوس وخت کې په دې کمپ کې شاوخوا ۱۲۶۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر ژوند کوي. دا په داسې حال کې چې دغه کمپ په رسمي ډول د ۲۸۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی.

له تیرې اونۍ راهیسې د کمپ پر اوسیدونکو محدودیتونه لا هم سخت شوي دي. وروسته تر دې چې په دې کمپ کې د یوه سومالیايي پناه غوښتونکي د کرونا د معاینې نتیجه مثبته وختله، په پرله پسې ډول د کرونا د پيښو شمیر هم لوړیده او چارواکي مجبوره شول چې دغه کمپ قرنطين کړي. د یونان د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې تر اوسه پورې په دغه کمپ کې د کرونا ویروس ۳۵ مثبتې پيښې تشخیص شوي دي.

آژانسونه: ش.م/ ب.ص