1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موريا کمپ ۵۰۰۰ مهاجر نوي کمپ ته ليږدول شوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۸, جمعه

د يونان د لیسبوس ټاپو چارواکو ويلي دي چې په وروستيو ورځو کې يې ۵۰۰۰ مهاجر چې د موريا کمپ د سوځيدلو له کبله بې کوره شوي ول، په کاراتپه کې نوي کمپ ته ليږدول شوي. په دغو مهاجرو کې د ۱۳۵ تنو د کرونا تيستونه مثبت تشخيص شوي.

https://p.dw.com/p/3ifQ6
Griechenland Lesbos | Umzug in neues Migranten-Lager
انځور: Elias Marcou/Reuters

 په کاراتپه کې د مهاجرو نوی کمپ له خيمو جوړ شوی دی.

د يونان حکومتي تلويزيون د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د نوي کمپ مخې ته په سلونو مهاجر په نوبت کې ولاړ دي، څو کمپ ته ورننوځي. د مهاجرو دغه کمپ ته تر ننو دمخه، بايد پناه غوښتونکي د کرونا تيست وکړي.

د يونان د مهاجرت د چارو وزير نوتيس ميتاراکيس، وويل چې تر اوسه د ۱۳۵ مهاجرو د کرونا تيستونه مثبت تشخيص شوي دي. هغه پناه غوښتونکي چې په کرونا ناروغۍ اخته شوي، په دغه کمپ کې له نور جلا کړل شوي دي.

مرستندویه سازمانونو نيوکه کوي چې په نوي کمپ کې په کافي اندازه روغتيايي تدابير په نظر کې نه دي نيول شوي، خو د يونان حکومت د هغوی دغه ادعا ردوي.

تيره اوونۍ د يونان په ليسبوس ټاپو کې د موریا کمپ د اورلګيدنې په يوه پيښه کې په بشپړه توګه وسوځید چې په نتیجه کې يې شاوخوا ۱۲ زره مهاجر بې سرپناه شول. د یونان حکومت ډير ژر په کاراتپه کې د خيمو یو نوی کمپ جوړ کړ.

Griechenland Lesbos | Umzug in neues Migranten-Lager
د موريا کمپ مهاجر نوي کمپ پر لور روان ديانځور: Elias Marcou/Reuters

خو ډيری مهاجر دغه نوي کمپ ته د تللو له پاره زړه نه ښه کوي. دوی بيره لري چې په دغه کمپ کې به هم د موریا کمپ په څير ایسار کړل شوي وي. د دوی غوښتنه دا ده چې له دغه ټاپو څخه بهر وایستل شي. د بشري حقونو سازمانونو هم دې ته ورته غوښتنه لري.

خو د یونان حکومت د مهاجرت تړون ته ژمن دی، کوم چې په ۲۰۱۶م کال کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ لاسلیک شوی دی. د ياد تړون له مخې، دغه مهاجر تر هغه وخت پورې په دغه ټاپو کې ساتل کیږي، چې د پناه غوښتنې دوسيې ته يې رسيدګي وشي. هغه مهاجر چې په نهايت کې د حفاظت مستحق نه پيژندل کيږي، هغوی باید بیرته ترکيې ته ستانه کړل شي.

Griechenland Lesbos | Flüchtlingslager Moria | Polizei Tränengas
د یونان حکومت وايي چې کمپ ته عمدا اور اچول شوی، پر شپږ تنو افغانانو تور دی دوی دغه کار کړیانځور: Reuters/A. Konstantinidis

د يونان د پولیسو يوه قطعه چې ۷۰ تنه يې يوازې ښځينه پوليسې دي، له پنجشنبې ورځې راهيسې په دې هڅه کې ده چې مهاجر نوي کمپ ته تلو قانع کړي. د پولیسو يوه وياند «سکای» رسنۍ ته وويل چې دغه فعالیتونه تر اوسه ښه پر مخ روان دي. د هغه په خبره، ټولې کورنۍ نوي کمپ ته ليږدول شوي دي او پولیس د هغو مهاجرو په لټه کې دي چې کمپ ته له تلو ډډه کوي. پر دې سربیره هغه مهاجرو ته چې د سړکونو او لارو پر سر سرګردانه ګرځي، معلومات ورکول کيږي چې د پناه غوښتنې دوسيو ته يې يوازې په هغه صورت کې رسيدګي کیدای شي چې نوي کمپ ته ولاړ شي.

د يونان حکومت په دې باور دی چې موریا کمپ ته په لوي لاس اور اچول شوی دی. شپږ تنه افغان مهاجرو باندې چې دوه يې له اتلسو کلونو کم عمرونه لري، تور دی چې کمپ ته يې اور اچولی دی. د دوی له ډلې څلور تنه چې رسما تورن پيژندل شوي، په پام کې ده سبا خپلو لګيدلو تورونو ته په محکمه کې ځواب ووايي. دوه نور تورن کسان، د کم سنه مهاجرو د نجات په عملیاتو کې په موقتي توګه له دغه ټاپو څخه ایستل شوي دي. هغوی به په يوه بل فرصت کې په جلا توګه محکمې ته معرفي کړل شي.

دويچه وله د/م.ک.ص./س.ر.