1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

قلپين: په سلګونو میندو په ګډه خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړې

۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبه

د مور د شېدو اهميت ته د خلکو د پام را اړولو په موخه د یکشنبې په ورځ په فلپين کې په سلګونو مېندو په ګډه خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړې. په دوی کې یو شمیر ښځې داسې هم وې چې په یو وخت کې یې دوو ماشومانو ته شېدې ورکړې.

https://p.dw.com/p/32f9R
Philippinen Mütter Aktion für das Stillen in Manila
انځور: Getty Images/AFP/T. Aljibe

په نړیواله کچه د نوي زیږیدلو ماشومانو د مړينې عمده دليل د مور د شېدو نه څښل دي او دې مهمې ستونزې ته د خلکو پام را اړولو له پاره په سلګونو فليپينې ښځو خپلو ماشومانو ته په ډله ایز شکل شېدې ورکړې.

د فرانس پریس خبري آژانس په حواله د فلېپين د پلازمېنې مانيلا په یوه سټیډیم کې نږدې ۱۵۰۰ ښځو پر خپلو سرونو سمبولیک تاجونه ایښي ول او یو شمیر نورو یې بیا د «سوپر هیرو» ټي شرټونه یا کمیسونه اغوستي ول. ویل کیږي چې دغو ښځو د موسیقۍ له ساز سره سم نڅا کوله او په همدې حالت کې د خلکو په موجودیت کې خپلو بچو ته شېدې ورکولې.

۳۸ کلنې ابیګل لیمیجاپ (ای اف پي) ته ویلي دي: «د مور شېدې یوه مينه ده. دا په ننني عصر کې آسان کار نه دی، خو مونږ به د محبت په خاطر دا عمل جاري ساتو». لیمیجاب د پنځه کلن او یولس میاشتني ماشومانو مور ده. د دې تر څنګ نوموړې اوس ميندواره هم ده.

دغه کلني مراسم د حکومت د هغه کمپاين یوه برخه ده چې غواړي مېندې وهڅوي خپلو بچو ته د وچو یا پاکټي شېدو پر ځای خپلې شېدې ورکړې.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې د ماشوم له زیږیدو څو ساعته وروسته څخه نیول بیا لږ تر لږه شپږو میاشتو پورې باید ماشوم ته د مور شېدې ورکړل شي.

خو په نړیواله کچه له هرو ۵ څخه ۳ ماشومانو ته  تر زیږیدو سملاسي وروسته د مور شېدې نه ورکول کيږي چې له امله یې نوي زیږیدلي ماشومان د مړينې او ناروغۍ له خطر سره مخامخ کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو له مخې په فلېپين کې هر کال له هرو ۱۰۰۰ څخه ۲۷ ماشومان ۵ کلنې تر رسیدو د مخه مړه کيږي.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په حواله په دغه هیواد کې له ۲۰۱۳ م کال راهیسې د مور د شېدو د ارزښت روښانه کولو هڅه کیږي او همدا علت دی چې د پخوا په پرتله اوس ډیرې مېندې خپلو ماشومانو ته خپلې شېدې ورکوي.