1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په تړاو د یونان نوي اقدامات څومره عملي بڼه لري؟

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

یونان د کډوالو او مهاجرو پر وړاندې د سختو اقدماتو اعلان کړی دی. د اخراج د نویو مرکزونو د جوړیدو او د پناه غوښتنې د پروسې د چټکولو خبره شوې. خو ځینې بیا د پلان شوو اقداماتو د اغیز په هلکه په شک کې دي.

https://p.dw.com/p/3TkZg
Lesbos Flüchtlingslager Moria 13
انځور: InfoMigrants/Aasim Saleem

د یونان حکومت د آژه په ختیځ ټاپوګانو کې له حده زیات ډک د مهاجرو د کمپونو د بندولو او پر ځای یې د داسې تړلو مرکزونو د جوړولو اعلان کړی چې پکې په زرونو کسان ځای پر ځای شي. د دغه اعلان وروسته د ساموس ټاپو ښاروال په علني ډلو له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دی.

ګیورګوس ستانتوس، چې په لومړي سر کې یې د یونان د نوي محافظه پاله حکومت د سخت دریځ ملاتړ یې کړی وو، اوس خبرداری ورکړی که چیرې حکومت له خپلو پلانونو سره پرمخ ولاړ شي نو ټوله ښاري شورا به استعفا وکړي.

خو پوښتنه دا ده چې څه شي بدلون وموند؟ مرستیال ښاروال ګیورګوس ستانتوس، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د ساموس ټاپو اداره له حکومت سره موافقه وه چې نوي تړلي مرکزونه یا کمپونه رامنځ ته شي، خو د هغه په خبره له دې سره مخالف دي چې «په راتلونکي کې نويو راغلو ۵۰۰۰ کسانو ته ځای ورکړي، اوس هغه وخت رارسیدلی چې د خپل ټاپو بار کم کړو.»

د ښار له تالار څخه لږ وړاندې د مهاجرو د ثبت په مرکز کې مهاجر او پناه غوښتونکي تر ناوړه شرایطو لاندې ژوند کوي. دغه پخوانۍ قشله چې د ۷۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري اوس پکې تر ۵۰۰۰ زیات پناه غوښتونکي ژوند کوي چې زیاتره یې د افغانستان، عراق او افریقایي هیوادونو دي.

د کمپ وضعیت ډیر خراب دی. ټولې کورنۍ په بیړنیو خیمو کې ژوند کوي او روغتیایي خدماتو ته ډیر کم لاس رسی لري. د ورځې په اوږدو کې نوي رارسیدلي مهاجر د دغه ټاپو په بازارونو کې ګرځي. دوی اوس دغه کمپ د دوهم موریا په نامه یادوي. موریا کمپ د لسبوس په ټاپو کې موقعیت لري او تر حده زیات مهاجر پکې دي.

مرستیال ښاروال دیونیسیو وایي، چې دا به غوره وای چې نوي راغلي کسان داسې آزاد نه ګرځیدلی او په تړلو کمپونو کې تر څارنې لاندې وای. هغه وایي چې «له دې پرته به زموږ د اتباعو او همداشان د نویو راغلو کسانو خوندیتوب له خطر سره» مخامخ شي.

په یونان کي مهاجر او د هغوی بې شمیره ټپونه

«امنیت» د انتخاباتي کمپاین له ژمنو وو

د یونان محافظه پاله حکومت په کراتو دا خبره کړې ده چې «خلک باید یو ځل بیا ځان خوندي احساس کړي.» لومړي وزیر میتسوتاکس د انتخاباتي کمپاین پر مهال په دې شعار سره خلک راجذب کړل. هغه ویلي وو چې په لسبوس کې د موریا کمپ او په سامسوس کې واتي کمپ به وتړي. په پام کې ده چې د دې پر ځای داسې مرکزونه یا کمپونه جوړ شي چې تړلي به وي. د یونان د رسنیو د رپوټونو له مخې د یونان په وچه کې هم د دغه ډول مرکزونو جوړول پلان شوي دي. د یونان نوي حکومت دا هوډ هم څرګند کړی دی څو دا خبره یقیني کړي چې د پناه غوښتنې پروسه ګړندي کړي. د اوسنۍ پروسې برخلاف به مهاجر په راتلونکي په آزداو کمپونو کې په کلونو وخت نه تیروي چې د پناه غوښتنې عریضه یې ارزول کیږي. رد شوي مهاجر به د اخراج تړلو مرکزونو ته استول او بیرته به ترکیې ته استول کیږي.

خو په دې هکله نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي. د بخښنې د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو کمیسارۍ استازي په دې هکله محتاط دي او د یونان د سیاستوالو تر منځ هم په دې هکله ناندرۍ شته. د اپوزیسیون له سریڅا ګوند څخه د اروپا د پارلمان غړی کاستاس اروانیتس وایي چې د تړلو مرکزونو جوړول به ستونزه هواره نه کړي، بلکې نوې ستونزې به رامنځ ته کړي. دغه سیاستوال له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «آتن ته څیرمه په لاوریون کې زما د رخصتیو له کور څخه لږ وړاندې یو کمپ دی چې ۲۹۰ مهاجر پکې ژوند کوي. خلک هره ورځ بازار ته ځي، ماشومان یې ښوونځیو ته ځي، هیڅ کومه ستونزه نه شته.»

اروانیتس پر دې اعتراف کوي چې په موریا کمپ کې وضعیت ناخواله دی. خو هغه وایي چې د نوي حکومت چلن ښيې چې محافظه پاله د مهاجرو پر کړکیچ باندې د لاس برتوب له پاره کومه طرحه نه لري. دغه کیڼ اړخه سیاستوال په انتقادي ډول وایي چې په آتن کې د نوي حکومت د بدلون راهیسې د نویو رارسیدونکو کسانو په شمیر کې کموالی نه دی راغلی، بلکې شمیر یې لا پسې زیات شوی دی.

تر ټولو لویه ستونزه څه ده؟

خو د اروپا په پارلمان کې محافظه پاله سیاستواله ایلیزا وڅنبېرګ، له دې خبرې سره موافقه نه ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه: «د مهاجرو د شمیر زیاتوالی له نوي حکومت سره سروکار نه لري، بلکې حقیقت دا دی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مهاجرو ته د اروپا پر لور د تګ اجازه ورکوي.»

د وڅنبېرګ په خبره پخوانی کیڼ اړخه حکومت هم تر یوې اندازې پورې د اوسني وضعیت له پاره مسوول دی، ځکه چې د پرانیستو دروازو سیاست یې تعقیبوه. خو هغه وایي چې اوس هغه وخت رارسیدلی وو چې د یونان د اتباعو امنیت لومړیتوب وګرځول شي، په ځانګړې توګه په داسې یوه وخت کې چې د مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی. هغې د پوښتنې په ډول وویل: «تیره اوونۍ موږ په ختیځ آژه کې د ورځې ۴۰۰ نوي راغلي کسان راجستر کړي، دا به کله پای ومومي؟»

د یوې سروې پایلې ښيې چې عامه خلک د مهاجرو پر وړاندې د سخت سیاست ملاتړ کوي. د آتن د اوونیزې مجلې ټو ویما، له لورې تر سره شوې سروې له مخې ۳۳ سلنه پوښتل شوي کسان په دې نظر دي چې مهاجر او د کډوالۍ سیاست اوسمهال په «یونان کې تر ټولو لویه ستونزه ده.» یوازې ۲۸ سلنه کسان په دې باور دي چې اقتصادي وضعیت د دغه هیواد مهمه ستونزه ده او یوازې ۱۴ سلنه پوښتل شوي کسان د بې کارې له لوړې کچې څخه اندیښمن دي.

زموږ له آرشیف څخه: