د مهاجرو په تړاو د ديميزېر وړانديز رد کړل سو
۱۳۹۴ آبان ۱۶, شنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر هغه وخت د غبرګونونو سره مخامخ سو، کله چي يې په ناڅاپه توګه اعلان وکړ چي د دې وروسته به په آلمان کي د سوريې مهاجرو ته صرف د يو کال له پاره پناه ورکول کيږي. دا په داسی حال کي چي تر اوسه پوري د سوريې پناه غوښتونکو ته د درې کاله پناه ورکول کېدله. د درې کلنې پناه په ترڅ کي دا هم ممکنه وه چي پناه غوښتونکي خپله کورنۍ آلمان ته رادعوت کړي.
خو توماس ديميزېر د ډېر ژر د دغه اعلان و بېرته اخيستلو او لغوه کولو ته اړ سو. ديميزېر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۷مه نېټه) ناوخته په برلين کي وويل: «په دې تړاو لا بحث ته اړتيا سته او له همدې کبله به دمګړی هرڅه همداسي پاته وي.» د کورنيو چارو وزير د هغه وروسته خپل اعلان بېرته واخيست، کله چي د آلمان د لومړۍ وزير انګېلا مېرکل وويل چي د سوريې د پناه غوښتونکو په تړاو پاليسي به پر ځای پاته وي.
د دويمي درجې امان
توماس ديميزير مخکي د «ډويچلانډ راډيو» سره په مرکه کي ويلي ول چي سوريايان به د دې وروسته د دويمي درجې پناه ترلاسه کوي. دا هغو پناه غوښتونکو ته ورکوله کيږي چي پناه غوښتنه يې نه قبوليږي خو ورته د داسي يو کس په توګه کتل کيږي چي په خپل هيواد کي د ګواښ سره مخامخ وي.
ديميزير ويلي ول: «نور دولتونه هم په داسي حالت کي صرف د ټاکلي محدوده ميعاد له پاره پناه ورکوي.» هغه زياته کړې وه: « موږ به هم په راتلونکې کي د سوريايانو سره همداسي وکړو. موږ به هغوی ته ووايو: تاسو امان تر لاسه کوئ، خو د دويمي درجې امان. د دې مانا دا ده چي ستاسو دلته پاته کېدل به ميعادي وي او د کورنۍ راغوښتل به ممکنه نه وي.» ديميزير د دغه پلان په توجيه کي د کډوالو او پناه غوښتونکو جګي شمېرې بللي وې.
خو کله چي د آلمان د لومړي وزارت وياند شټېفن زايبرټ په خپل ټويټر پيغام کي وليکل چي « د سوريې د پناه غوښتونکو په تړاو پاليسي به پر ځای پاته وي» نو ديميزير اړ سو چي خپل اعلان بېرته واخلي.
د نورو ګوندونو غبرګونونه
د دې څخه داسي څرګنديږي چي توماس ديميزير بېله د لومړي وزارت سره د همږغۍ دغه اعلان کړی ؤ. د کورنيو چارو وزير د ائتلافي حکومت د سوسيال ډيموکراټ ګوند له خوا هم تر سختو نيوکو لاندي راغلی. د دغه ګوند مرستيال رالف شټېګنر د «پاساور نيوين پرېسه» ورځپاڼي ته ويلي چي «په دې تړاو هيڅ تفاهم نه ؤ سوی.» شټېګنر زياته کړې «سوسيال ډيموکراټ ګوند د دغه ډول محدوديتونو ملاتړ نه کوي.»
د آلمان د حزب اختلاف زرغون ګوند سیاستوالې فرانڅيسکا برانټنر و «فاڅ» ورځپاڼي ته ويلي دي چي که دغه خبره رشتيا وي «نو به دغه نه منلو وړ یوه موضوع وي.»
په آلمان کي د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازيول» د توماس ديميزير د لومړي اعلان په غبرګون کي د آلمان حکومت «د سختۍ او يخ سياست» په پرمخ بيولو تورن کړی ؤ.