1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په اړه د داخله د وزيرانو تر ليدني مخکي د خطر زنگ

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير له فرانسې، مالتا او ايتاليا سره پرمهمو ټکو سلا سوی، تر څو مهاجر د اروپايي ټولني په دننه کي سره وويشي. درې نور هيوادونه بيا ځانونه منزوي احساسوي او د يوه سند له لاري يي خپله غوښتنه اعلان کړې.

https://p.dw.com/p/3QsMJ
Griechenland Flüchtlinge besteigen Fähre auf Lesbos
انځور: Getty Images/AFP/A. Pazianou

د اروپا جنوب ختيځ ته د مخ پر زياتيدونکو مهاجرو راتگ ته په کتوسره، يونان، قبرس او بلغاريا د خطر زنگ ږغولی. په هغه سند کي چي نوموړي درې هيوادونه به يي نن سه شنبه د اروپايي ټولني داخله وزيرانو ته وړاندي کړي او د آلمان د رسنيو آژانس په مخکي پروت دی، راغلي دي چي د مديترانې ختيځې لاري ته، د مهاجرو پر ډير راتگ سربيره په کافي اندازه پاملرنه نه کيږي.

دغه هيوادونه د اروپايي ټولني له هغو سرحدونو څخه د باندي، له ټولو مهاجرو د ويشلو د يوه ميکانيزم غوښتنه کوي چي فشار ورباندي زيات دی. په دې ډول هغوی څو وخته مخکي، په سمندر کي د عاجلي ژغورني پرموضوع باندي هوکړې ته اشاره کوي.

دغه تړون چي ورباندي آلمان، فرانسې، مالتا او ايټاليا په سپتمبر کي موافقه وکړه، هغه مهاجر اغيزمن کوي چي د مديترانې سمندرگي له مرکزي برخي څخه ژغورل سوي وي. په دې ډول نو يوازي پر ايتاليا او مالتا باندي فشار کميږي او نه بلغاريا، يونان او قبرس باندي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر به په لوکزامبورگ کي د ليدني کتني پر وخت پر دې موضوع باندي د يووالي له پاره هلي ځلي وکړي.

په تيره بيا يونان او قبرس کي حالت ډير بحراني دی. د يونان د آژې ټاپوگان په بشپړ ډول ډک سوي. د ملگرو ملتو د مهاجرو د ادارې په حواله، يوازي په سپتمبر کي لس زره او ۲۵۸ تنه مهاجر له ترکيي څخه رااوښتي دي. په قبرس کي هم په ۲۰۱۸م کال کي د اول وار له پاره ډيرو مهاجرو د پناه غوښتنه کړې ده.

يونان ليکلي دي چي که څه هم اوسنی حالت، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کال کي د ډيرو مهاجرو له راتگ سره توپير لري، خو بيا يي هم د خطر زنگ وهلی.

Bulgarien Sofia Flüchtlingslager vor dem Besuch von Papst Franziskus
په بلغاریا کی د مهاجر د یوه کمپ دروازهانځور: picture-alliance/NurPhoto/H. Rusev

»د مديترانې د سمندرگي د ختيځي برخي هيوادونه نورو پيسو ته اړتيا لري«

دغو درو هيوادونو تاکيد کړی دی چي د اروپايي ټولني او ترکيي ترمنځ تړون، اروپا ته د مهاجرو د راتگ له پاره مهم دي. په سند کي راغلي چي ټول برخه وال هيوادونه بايد ددغه تړون له مخي خپل مکلفيت ادا کړي. علاوه پردې بايد اروپايي ټولنه، د مديترانې سمندرگي د ختيځو برخو له سيمو سره ، لا نوري اقتصادي مرستي وکړي.

د اروپايي ټولني او ترکيي سره په تړون کي راغلي دي چي يونان کولای سي د آژې ټاپوگانو ته راغلي مهاجر بيرته ترکيي ته واستوي اوترکيه بايد د نورو مهاجرو د راتگ مخه ونيسي.

د دې کار په بدل کي به اروپايي ټولنه له ترکيي څخه سوريايي مهاجر ومني او له ترکيي سره به د نورو سوريايي مهاجرو د پالني له پاره چي هلته ځای پر ځای سوي، په ميلياردو پيسو مرسته کړي.

په وروستيو وختو کي د يونان جزايرو ته، له ترکيي څخه د مهاجرو د راتگ شمير خپل اوج ته رسيدلي.

G:P/N.Z/dpa