د مهاجرو نوې څپه ملگرو ملتونو ته د «خطر زنگ» دی
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهد ملگرو ملتونو د بشري مرستو دفتر (OCHA) رپوټ ورکړی چې په يوه اوونۍ کې ۱۵۲ زرو ښځو، ماشومانو او نارينه وو په ادليب او حلب ولايتونو کې خپل کورونه پريښي دي. د دغه دفتر وياند ديود سوانسون ويلي دي چي د سوریې په شمال لويدیځ کې د استوگنې پر سيمو او ملکي زېربيناوو تازه هوايي بریدونه د «خطر زنگ» دی.
هغه وويل چې په دې هوايي بريدونو کې په «سونه» ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. د OCHA د معلوماتو په حواله يو شمير ښوونځي او روغتونونه په نخښه شوي دي.
له اوربنده سرغړونه کيږي
د روسیې هوايي ځواک او د سوریې پوځونو په تیرو ورځو کې د ياغيانو له خوا د نيول شويو سيمو پر ځينو برخو خپل بريدونه پراخ کړي دی. روسیه د سوريې د واکمن بشارالاسد تر ټولو نزدې متحد هېواد دی.
د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان په حواله دا له څو مياشتو راهيسې روان تر ټولو سخت هوايي بريدونه دي. حکومتي ځواکونه ځمکني عمليات هم کوي.
تر اته کلنې جگړې وروسته ادليب ته څېرمه پرته سيمه د ياغيانو پوخ سنگر بلل کيږي. کابو درې ميليونه ملکيان هلته ژوند کوي چې نيمايي یې له نورو سيمو څخه راغلي کډوال دي.
دغه سيمه پر نورو سربيره القاعدې شبکې سره د اړيکي درلودونکي ډلې «حيات التحرير الشام» له خوا کنتروليږي. روسيه او سوريه وايي چې د تندلارو د ځپلو په موخه هوايي بريدونه کوي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيرش پر ښکيلو غاړو غږ وکړ چې په سپتمبر مياشت کې رامنځته شوی اوربند عملي کړي. خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی او اوربند په پام کې نه نيول کيږي.
B.S/N.Z(dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه: