1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو لومړۍ ډله د امريکا متحده ایالاتو سرحد ته ورسیده

۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه

د لاتینې امریکا له هیوادونو څخه د امریکا متحده ایالاتو پر لور تر یو میاشتني سفر وروسته، اوس د مهاجرو لومړۍ ډله د امریکا پولې ته په رسیدو توانیدلي دي.

https://p.dw.com/p/38E9a
Flüchtlinge US-Grenze bei Tijuana
انځور: Getty Images/D. McNew

د پناه غوښتونکو له ډلې څخه یوه ۳۵۰ کسيزه ډله د سه شنبې په ورځ د مکسیکو سرحدي ښار تيوانا ته رسیدلې. په کاليفورنيا کي د پولې بلې غاړې ته بیا امريکايي سرتیرو د کانکريټي دیوالونو پر جوړولو او اغزن سیمونو پر غزولو پيل کړې. پر دې سربیره له پولې څخه د تیریدو څو لارې هم تړلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اکثره پناه غوښتونکي اوس هم د امریکا له پولې ۱۸۰۰ کیلومتره واټن لري.

د سه شنبې په ورځ پر لار د پناه غوښتونکو د دې ډلې یوه میاشت پوره شوه. دغو شاوخوا ۵۰۰۰ پناه غوښتونکو د هندوراس له سن پيدروسولا ښار څخه د خپل د سفر له پیلولو راهیسې تر ۲۰۰۰ کیلو متره زیات واټن وهلی دی.

د مهاجرو له ډلې څخه ۶۰ کلنه ويلزون رامیريڅ، وايې: «موږ څرنګه کولی شو چې جشنونه وکړو؟ کله چې موږ نه کور او نه هم کومه وظیفه يا دنده لرو. ستومانه او ناروغه يو او خپلي راتلونکي ته انديښنه لرو.»

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، څو ځلي د پناه غوښتونکو له خوا د خپل هیواد د «اشغال» خبردارې ورکړې او ویلي یې دي چې د دغو کسانو د مخنیوي په موخه به تر ۹۰۰۰ پورې عسکر د هيواد په سويلي سرحد کي ځای پر ځاي کړي.