«د مهاجرو راتګ نه، بلکې داخلي مهاجرتونو ډیر اندیښمن کړیو یو»
۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سهشنبهد بهرنیو اړيکو له پاره د اروپایي شورا د ارزونې له مخې چې د دوشنبې په ورځ په بریتانوۍ ورځپاڼه «ګارډین» کې خپره شوې ده، بهرنیو هیوادونو ته د مهاجرت لړۍ، د ختیځ او سویلي اروپا د شپږو هیوادونو اوسیدونکي له بهرنیو هیوادونو څخه د مهاجرو د راتګ په پرتله، ډیر انديښمن کړي دي.
د رومانیي، هنګري، یونان، پولنډ او هسپانیي هیوادونو څخه په دې نظر پوښتنه کې ګډون کونکو کسانو ویلي دي چې د دوی له هیوادونو څخه بهر ته مهاجرت، د هغو کسانو په پرتله چې له بهر څخه دغو هیوادونو ته مهاجر کیږي ډیر اندیښمن کړي دي.
دغه دری واړه هیوادونه د نفوسو د شدید کمښت سره مخامخ دي. په تیرو ۱۰ کلونو کې د رومانیي نفوس ۱۰ سلنه کم شوی دی. د نظر پوښتنې په ترڅ کې په هسپانیي، ایټالیي او یونان کې پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې له هیواد څخه بهر ته د مهاجرت د کنترولولو د بهیر ملاتړ کوي.
خو سره له دې هم، د اروپایي اتحادیي په شمالي او لویدیځو هیوادونو کې بهر ته د خلکو د مهاجرت په پرتله، دغو هیوادونو ته د مهاجرو د راتګ بهیر په اړه اندیښنه زیاته شوې ده. د دغې نظر پوښتنې ۲۰ سلنه ګډون کونکو بهرنیو هیوادونو ته د مهاجرت او ۳۲ سلنو یې له بهرنیو هیوادونو څخه د مهاجرو د راتګ د بهير په اړه اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په وینا، په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د بحران له پيل راهیسې اوس اروپایي اتحادیي ته د مهاجرت بهیر ۹۰ سلنه کم شوی دی.
د اروپایي اتحادیي د پارلماني ټاکنو مهم موضوعات
د ۱۴ هیوادونو نږدې ۵۰ زره کسانو په دې نظرپوښتنه کې چې د «YouGov» له خوا ترسره شوې ده ګډون کړی وو. د اروپایي اتحادیي د پارلماني ټاکنو په درشل کې د دې نظر پوښتنې د ترسره کولو هدف، د هغو موضوعاتو معلومول وو چې په دغو هیوادونو کې یې د خلکو ذهنونه له ځان سره مصروفه کړي دي.
د دې ترسره شوې نظر پوښتنې په حواله، فساد او بډې اخیستنه، توکمپالنه، ترهګري او اقليمي تغیرات له هغو موضوعاتو څخه دي چې خلک یې انديښمن کړي دي.
ش. ن/مهاجر نیوز