1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ژغورني کښتۍ د ضبطیدو له ګواښ سره مخامخ ده

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

ايټالیا غواړي چې د «اکواریوس» په نامه د مهاجرو د ژغورنې کښتۍ ظبط کړي. د بې پولو ډاکټرانو سازمان ویلي چې د ایټالیا قضايي ارګانونه غواړي چې د اکواریوس کښتۍ چې اوس یې په فرانسه کې لنګر اچولی، ضبط کړي.

https://p.dw.com/p/38aDK
Frankreich Marseille - Rettungsschiff Aquarius
انځور: Getty Images/AFP/B. Horvat

د رسنیو د رپوټونو په اساس، د ایټالیا حکومتي چارواکو پر هغو کسانو چې د «اکواریوس» په نامه د مهاجرو د کښتۍ مجوز لري، تور پورې کړی چې دوی ۲۴ ټنه شکمن خطرناک کثافات د عادي کثافاتو په بڼه سپارلي دي. په دې مواد کې روغتیايي دارو درمل، د مهاجرو پاته شوې جامې او ډير نور خوراکي مواد شامل دي، چې د ایټالیا په بندرونو کې چارواکو ته سپارل شوي دي.

سربیره پر دې، د ایټالیا حکومت د «بې پولو ډاکټرانو سازمان» بانکي حسابونه هم بند کړي دي. په دې برخه کې د ایټالیا په سسلي کې د کاټانیا څارنوالي پلټنې پرمخ بیايي. د غیر قانوني کثافاتو د دفع کولو په برخه کې د بې پولو ډاکټرانو اړوند د "Vos Prudence" په نامه یوه بله کښتۍ هم هدف ګرځول شوې ده.

د ایټالیا د دې اقداماتو پر وړاندې، د بې پولو ډاکټرانو سازمان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې «د کثافاتو د دفع کولو په ګډون زموږ ټول ماموریتونه د قانون په رڼا کې ترسره شوي دي.» دغه سازمان زیاته کړې ده چې د دې دوسیو په هکله مسئولو چارواکو هیڅ شکایت نه دی کړی.

Italien, Salerno: Rettungsschiff Aquarius
انځور: picture-alliance/R. Basile

له۲۰۱۶م کال راهیسې، د بې پولو ډاکټرانو په نامه دغه سازمان او د پناه غوښتونکو د ژغورنې په برخه کې اروپايي سازمان د مدیترانې په سمندر کې د مهاجرو د ژغورنې ماموریت له پاره له اکواریوس کښتۍ کار اخلي. اوسمهال یادې کښتې د فرانسې په جنوبي بندر مارسي کې لنګر اچولی دی.

په عین حال کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سلویني پر بې پولو ډاکټرانو او د پناه غوښتونکو د ژغورنې پر اروپايي سازمان تور پوری کړی دی چې دوی د مهاجرو له پاره د دوی په خبره د «ټکسي خدمتونه» وړاندې کوي. په دې معنې چې یاد دواړه سازمانونه له سمندر څخه غیرقانوني پناه غوښتونکي ایټالیا او نورو اروپايي هیوادونو ته انتقالوي.