1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو بحران: آلمان په دې برخه کي څه کوي؟

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، له اروپايي ټولني سره د مهاجرو تړون مات کړ. هغه گواښ کړی دی چي په ميليونو انسانان به اروپا ته راسي. صدراعظمه انگيلاميرکل د اردوغان دا کار په هيڅ ډول د نه منلو وړ نه بولي.

https://p.dw.com/p/3Ymt6
Deutschland Integrationsgipfel: Merkel beklagt Rassismus und Islamfeindlichkeit
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

د يونان او ترکيي ترمنځ سرحد کي وضعيت ډاروونکی دی. په زرونو مهاجر او پناه غوښتونکي په سختۍ سره له اغزن لرونکو ديوالونو څخه تيريږي. د يونان امنيتي ځواکونه د هغوی په وړاندي له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخلي.

د يونان امنيتي ځواکونه اروپايي ټولني ته د مهاجرو د ننوتو د مخنيوي له پاره له هر ډول ميتود څخه کار اخلي. ځينو مهاجرو په لاسو کي داسي لوحې نيولي چي ورباندي ليکل سوي، انگيلا ميرکل، زموږ سره مرسته وکړی!

همدا د آلمان صدراعظمه وه چي په ۲۰۱۵م کال کي يي په هنگري کي مهاجر وژغورل او هغوی يي آلمان ته راوغوښتل. له همدې کبله اوسني مهاجر يو وار بيا د ورته کار په تمه دي.

خو په ۲۰۲۰م کال کي آلمان هغه هيواد نه دي لکه په ۲۰۱۵م کي چي وو. لکه څنگه چي د آلمان صدراعظمه په دې ترڅ کي په خپله وايي چي دا له کنتروله وتلي حالت وو او زياتوي چي دا يوه تيروتنه وه او دغه ډول تيروتنه بايد دوباره تکرار نه سي.

Griechenland Grenzübergang bei Kastanies/Edirne
د یونان او ترکیې ترمنځ سرحد کی مهاجرانځور: Reuters/A. Avramidis

له ۲۰۱۵م کال راهيسي هر څه بدل سوي. د دغه هيواد په ډيرو برخو کي د آلمان له پاره بديل ښي اړخه گوند AfD ډير قوي سوی. د ښی اړخو له خوا ترهگري زياته سوې ده.

اروپايي ټولني ته لار خلاصه نه ده

انگيلا ميرکل د دوشنبې په ورځ په دې اړه د مهاجرو له اتحاديو او مذهبي ټولنو سره خبري وکړې. هغې وويل چي خبره پر دې ده چي څنگه دغه هيواد له ښي اړخه افراطيت سره په سوله ايز ډول مبارزه وکړي، تر څو په آلمان کي د هغو ميشتو کسانو بيره راکمه کړي چي خارجي ريښه لري. له همدې کبله صدراعظمه په دې ښه پوهيږي چي که د مهاجرو بحران يووار بيا آلمان ته راسي نو برعکس نتيجه به ترلاسه کړي.

د آلمان د حکومت وياند شتيفان زايبرت په واضح ډول ويلي چي «موږ له داسي مهاجرو او پناه غوښتونکو سره مخامخ کيږو چي ترکيي ورته ويلي: اروپايي ټولني ته لار خلاصه ده. خو حقيقت داسي نه دی.» د آلمان صدراعظمه وايي چي په دې ډول به مهاجر په سرحدونو کي له يوه بُن بست سره مخامخ سي. دا په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده چي د  ترکيي  ولسمشر، د لا زيات مالي ملاتړ په هکله د خپلي غوښتني بار اوس د مهاجرو پر اوږو وراچوي.

BG Flüchtlingskrise Griechenland/Türkei
ددغو مهاجرو په ډله کی ډیری کوچنیان هم شامل ديانځور: picture-alliance/dpa/A. Deeb

انگيلاميرکل او د هغې وياند په دې کار کي هيڅ ډول شک نه ويني چي آلمان به دا ځل هيڅ ډول مداخله و نه کړي. د هغوی په خبره، آلمان په هيڅ صورت له يونان څخه غوښتنه نه ده کړې چي خپل سرحدونه خلاص کړي ترڅو مهاجر يي هيواد ته ننوزي. خو له سياسي پلوه به آلمان ټولې هڅې وکړي تر څو حالت تر دې نور کړکيچڼ نه سي.

آلمان نه غواړي د مهاجرو له تړون څخه تيرسي

زايبرت وايي چي «بايد د حل لاري چاري پيدا سي. او دا به يوازي د خبرو اترو لاري وي تر څو حالت بيرته عادي سي.»

د آلمان صدراعظمي څو ورځي مخکي د ترکيې له ولسمشر اردوغان، د يونان له صدراعظم ميتسوتاکيس او د بلغاريا له صدراعظم بوريسوف سره تيلفوني خبري وکړې. د زايبرت په خبره هغه له نورواروپايي لوړو پوړو کسانو سره هم په تماس کي ده.

د حکومت وياند زايبرت ټينگار وکړ چي د آلمان حکومت پردې خبره مطمين دی چي د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ دغه تړون د دواړو خواوو په گټه دی او بايد هغه مراعات سي.