1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو او کوتبوس ښاريانو تر منځ تاوتريخوالی

۱۳۹۶ بهمن ۸, یکشنبه

په کوتبوس ښار کې د مهاجرو او ځايي اوسيدونکو تر منځ نښتي تقريبا د ورځني ژوند برخه ګرځيدلې ده. د دغه تاوتريخوالي لاملونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/2reNe
Deutschland Cottbus Polizisten
انځور: DW/K. Brady

د کوتبوس د روز بازار د ميوو او سبزيو په هټيو کې د همدې سيمې تازه کرهڼيز محصولات خرڅلاو ته راوړل کيږي. پر هغې تختې چې د ميوو او سبزيو نرخونه ورباندې ليکل شوي دي، د سيميزې ورځپاڼې د تازه ګڼې ستر سرليک هم په کې ترسترګو کيږي: «په کوتبوس کې لا زياتې نښتې»

په دغې ورځپاڼې کې راغلي دي چې په کوتبوس ښار کې د مهاجرو او ځايي اوسيدونکو تر منځ نښتي تقريبا د ورځني ژوند برخه ګرځيدلې ده. دواړه لورونه د نښتو عاملان ګڼل دي. تيره اوونۍ يو ۱۶ کلن زلمی په اورميږ ټپي شو، چې د رپوټونو په حواله عامل يې يو سوريايي مهاجر وو. تر دې لږ مخکې يوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په ظاهره يې ويلي وو :« بهرنيان دې بهر شي» په يوه محفل کې له يوه سوريايي مهاجر سره تر نښتې وروسته د پوليسو له خوا ونيول شوه. دغې نجلې وروسته پر پوليسو هم حمله وکړه.

تر دغې پيښې يوازې څو ساعته وروسته امنيتي ادارو ته خبر ورکړل شو چې پنځو آلماني نارينه وو پر دوو کسانو باندې چې په «ظاهره بهرنيان ښکاري» حملې کړي دي. تر ټولو خطرناکه حمله د ښار يوې لويې مغازې ته څيرمه رامنځ ته شوې ده.
د ناامنۍ احساس

Deutschland Cottbus Markt
د کوتبوس روز بازار يوه څنډهانځور: DW/K. Brady

۳۲ کلنې شتيفاني د دغې مغازې مخ ته وويل: « له هغه وخته چې دلته مهاجر راغلي دي وضعيت خراب شوی دی.» هغې زياته کړه: «زوی مې دغه حمله ليدلې ده. زه خپله هم د امنيت احساس نه کوم، په ځانګړې توګه شپې له خوا.» دغه ځاي ته نژدې د صالح په نوم يو ۳۰ کلن سړی ولاړ دی او قهوه څښکي. دغه کس دوه کاله مخکې له سوريې څخه آلمان ته راغلی دی. هغه چې په آلمانۍ ژبه تر ډيره حده ښې خبرې کولای شي، وايي: «په شخصي توګه ما باندې کومه حمله نده ترسره شوې، خو په هر حال، وضعيت خراب شوی دی». صالح د خپلو خبرو په دوام وویل: «د مهاجرو او ځايي اوسيدونکو تر منځ زياتې اړيکې شتون نه لري. د سيمې ډیری اوسيدونکي نه غواړي موږ سره اړيکې ولري.»

دغه ښار له ډیرو کلونو راهيسې د ښې اړخو افراطي ډلو د تاوتريخوالو له امله له ستونزو سره مخ دی. د ۱۹۹۰مې لسيزې په پیل کې د نوي نازيانو ډلو د مهاجرو يو هستوګنځای د درو ورځو له پاره بند کړی وو، چې بيا بيرته د پوليسو تر کنترول لاندې راوستل شو. د تيرې اوونۍ په وروستيو کې د «وطن راتلونکې» په نوم د مهاجرو ضد سازمان، لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان واټونو ته راويستل. دغه ډله په اصل کې سپرې ځنګله ته نژدې د مهاجرو يوه هستوګنځاي پر وړاندې اعتراضونو له پاره جوړه شوې ده.

«په لږ وخت کې ډير زيات بدلونونه»

د براندر بورګ ايالت د کورنيو چارو وزير کارل هينز شوريتر او ښاروال يې هولګر کيلچ د کوتبوس ښار د تاوتريخوالو په غبرګون کې ويلي دي چې نور به له ګاونډي ښار آيزن هوتن څخه کوتبوس ته مهاجر نه راوړل کيږي. د «ښار، وضعيت» په نوم له رسنيز دفتر څخه جان ګلوسمن وايي: «کيدای شي ووايو چې په ډير لږ وخت کې ډير زيات بدلونونه رامنځ ته شوي دي.» په دوو ورستيو کلونو کې په دغه ۱۰۰ زره کسيز ښار کې د مهاجرو شمير له ۴ اعشاريه ۵ سلنې څخه ۸ اعشاريه ۵ سلنې ته، يعنې دوه برابره لوړ شوی دی. ګلوسمن زياتوي: «زه اعتراف کوم چې کيدای شو د سيمې اوسيدونکو ته د ښو اطلاعاتو رسولو په موخه لا ډير کارونه ترسره شي.» د کوتبوس ښار اوسيدونکي د آلمان د لويديځو ښارونو په پرتله له مهاجرو سره د چارچلند لږ تجربه نه لري او دا موضوع د دې سبب واقع شوې ده چې د هغوی روابط له مهاجرو سره ډير ساړه وي. د دغه ښار ډيری اوسيدونکي مهاجرو ته د« پردیو عناصرو» په سترګه ګوري.

بد اقتصادي شرايط

په دغه ښار کې د تاوتريخوالو د زياتيدو یو لامل، بد اقتصادی وضعيت ښودل شوی دی. په دسامبر مياشت کې په دغه ښار کې د بيکارۍ کچه ۹ اعشاريه ۶ سلنه وه. ګلوسمن په دې آند ده چې مهاجر او د سيمې اوسيدونکي بايد د کار په بازار داخل کړل شي، تر څو له کاري بوختيا سره د جرمونو مرتکب نه وي ګرځيدلي.

پیسې د حل لارې د عامل په توګه

ګلوسمن وايي چې د حل لاره پیسي دي. هغه ټينګار کوی چې د حل دوه لارې شتون لري: يا دې د دغه ښار له پاره ډيرې پيسې په نظر کې ونيول شي او يا دې دولت ورسره د مرستو په برخه کې لاس په کار شي. تر څو له دې سره د ګلوسمن په وينا د سيمې اوسيدونکي فکر وکړي چې ښار يې پر خپل ځای پاتې دی.

په برلين کې ۵۳ کلنه کريستاي په دې آند ده چې نور د کوتبوس ښار ته پاملرنه نه کيږي. هغه زياتوي: «موږ دلته خپلو ستونزو ته يوازې پريښودل شوي يو. په همدې دليل ډيرو خلکو «آلمان له پاره بديل ګوند» ته خپلې رايې ورکړې.» که څه هم پوليسو د جرمونو د مخنيوي په موخه په ښار کې امنيتي کامرې لګولي دي، خو د کريستا په وينا دا کار هم مرسته نه شي کولای.

Cottbus nach den gewaltsamen Auseinandersetzungen
پوليسو د جرمونو د مخنيوي په موخه په ښار کې امنيتي کامرې هم لګولي دي.انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
Deutschland Demonstration in Cottbus
د «وطن راتلونکې» په نوم د مهاجرو ضد سازمان لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان واټونو ته راويستل.انځور: picture-alliance/dpa/M. Helbig

«خپلو کورونو ته مو وګرځئ!»

دغه ميرمن وايي: «ټول يې بيرته واستوې. دغه بد کسان ټول بيرته هغو ځایونو ته واستوي چې ورڅخه راغلي دي.» خو هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سيمې بدو کسانو سره بايد څه وشي، څه نه وايي.

۲۹ کلن عمر د سيمې د اوسيدونکو انديښنې درک کوی. هغه په خپله په پرله پسې توګه د بهرنيانو ضد چلند ليدلی دی. « دغه کسان چې دلته راغلي دي ټول يې ښه خلک نه دي. همدا ډول کسان د سيمې په اوسيدونکي کې هم شتون لري.» عمر درې کاله مخکې له سوريې څخه آلمان ته راغلی دی او اوس په يوه رستورانت کې کار کوي. هغه زياتوي: «ځينې وخت ځينې کسان راځي او غږونه کوي چې بهرنيان دې بهر شي. حتې له خپل پستي صندوق څخه مې داسې مکتوب ترلاسه کړ چې پر پوښ يې ليکل شوي ولؤ چې بيرته دې خپل کورته ستون شه.»

دغه سوريايي ځوان ټينګار کوی چې يو شمير مهاجر هڅې کوي چې ځانونه په آلمانۍ ټولنه کې ورګد کړي، خو د هغه په وينا چې له يوه لاسه ټق نه پورته کيږي او په دې برخه کې د دواړو لورو د هڅو اړتيا ليدل کيږي.

برادی کیت/ ن.ا/م.ک.ص

دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ هم کتلای شئ!