د مهاجرت نړیواله ورځ: د مهاجرت د کړکیچ تاریخې شیبې
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې اروپا ته د مهاجرینو د ستر شمیر د راتګ انځورونه په ټوله نړۍ کې خپاره شول او د عامه خلکو پر افکارو یې اغیزه وکړ. مهاجرت او اړوند ستونزې یې د اوس په څیر بل هیڅ وخت هم ښې نه دي ثبت شوي.
هدف: ژوندي پاتې کیدل
د بدن او روح له پاره د بدمرغیو او خطرونو ډک سفر: له جګړو او ناخوالو تښتیدلي زرګونه کسان چې زیاتره یې د سوریې وګړي دي، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې له ترکیې څخه یونان ته تښتیدلي. ان اوس هم د یونان په لسبوس، خیوس او ساموس ټاپوګانو کې کابو ۱۰ زره کسان بند پاتې دي.
اروپا ته پیاده مزل
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې، له یو میلیون څخه ډیرو کسانو د بالکان زیاتره د مقدونیا، صربستان او هنګري له لارې له ترکیې او یونان څخه غربي اروپا ته د رسیدو هڅه کوله. د مهاجرینو دغه راتګ هغه مهال وځنډید چې په دې لار کې پرتو هیوادونو خپلې پولې په رسمي توګه وتړلې. نن ورځ، له لیبیا څخه اروپا ته راتلونکي مهاجرین د مدیترانې خطرناکه لار غوره کوي.
د نړیوالو درد
دغه انځور ټوله نړۍ ولړزوله. په دې انځور کې د یو درې کلن سوریايي ماشوم جسد لیدل کیږي چې په ۲۰۱۵م کال کې د ترکیې ساحل ته اوبو راوړی وو. دغه انځور په خواله رسنیو کې په پراخه کچه لاس په لاس شو او د مهاجرت د کړکیچ پر یو سمبول واوښت. اروپا نور نو دغه بحران له پامه نه شو غورځولای.
ګډوډي او ناهیلي
وروستی هڅه: وروسته له هغې چې مهاجرین په دې خبر شول چې له کرواشیا څخه اروپا ته تلونکې لار به د تل له پاره نه وي پرانیستي، زرګونه مهاجرین په دې هڅه کې دي چې ډکو بسونو او ریلونو ته پورته شي. د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر میاشت کې، هنګري خپلې پولې وتړلې او کانتینري کمپونه یې ورغول. په دې کمپونو کې مهاجرین تر هغه پورې ساتل کیدل تر کومه چې د دوی د پناه غوښتنې لړۍ نه وي بشپړه شوې.
ناریښتوني خبریالي
په ۲۰۱۵م کال کې د یوې هنګري خبریالي خپاره شوي انځور په ڼړۍ کې ګڼ شمیر غبرګونونه را وپارول. هغه مهال چې یو سوریايي مهاجر له خپل ماشوم سره یوځای د صربستان او هنګري پر پوله له پولیسو څخه د تیښتې هڅه کوله، دغې خبریالې هغې ته پښه واچوله او هغه پر ځمکه ولوید.
بندې پولې
په ۲۰۱۶م کال کې په رسمي توګه د بالکان د لارو تر تړل کیدو وروسته، د پولې د تیریدو پرمهال دردوونکي صحنې تر سترګو شوي دي. زرګونه مهاجرین بند پاتې وو او داسې رپوټونه هم ورکول کیدل چې له دوی سره ډیر بد چلن کیدو.
د وحشت سمبول
په وینو او خاورو کې لت پت: په ۲۰۱۶م کال کې هغه مهال چې د پنځه کلن سوریايي عمران عکس په رسنیو کې خپور شو، ډوله نړۍ یې ودردوله. د هغه انځور د سوریې د کړکیچ او کورنۍ جګړې او د سوریې د خلکو د درد په یو سمبو بدل شو. یو کال وروسته، د همدې هلک یو تازه عکس په انترنت کې راڅرګند شو چې ډیر خوښ بریښیدو.
نا معلوم نوی کور
د مقدونیا او یونان پر پوله یو سوریايي مهاجر خپله ماشومه لور په دې هیله لیږدوي چې په اروپا کې د خپلې کورنۍ له پاره نوی ژوند پیدا کړي. د دوبلین د قانون په اساس، د پناه غوښتنه یوازې په هغه هیواد کې امکان لری چې یو مهاجر ورته په لومړي ځل داخل شوی وي.
د ملاتړ له پاره هیلي
د مهاجرینو د راتګ له پاره آلمان د ټولو د خوښې هیواد دی. خو د مهاجرت تر کړکیچ وروسته، آلمان هم د مهاجرت اړوند قوانینو کې ډیر بدلون راوستی دی. په اروپا کې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو له امله آلمان په لومړي مقام کی دی.