1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت نړیوال تړون د میرکل له پاره څومره مهم دی؟

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل شخصاً د مهاجرت د نړیوال شخړیز تړون د تصویبیدو په اړه په جوړ شوي کفرانس کې د ګډون له پاره مراکش ته تللې ده. دا یوه واضحه نښه ده چې دغه تړون د هغې له پاره څومره مهم دی.

https://p.dw.com/p/39mkr
Marrakesch  UN-Migrationskonferenz Logos
انځور: picture-alliance/dpa/E. Lalmand

ټولې نړۍ د هیوادونو استازې نن د دوشنبې په ورځ د مهاجرت په اړه په دوه ورځنی نړیوال کنفرانس کې د ګډون له پاره په مراکش هیواد کې سره راټول شوي دي، څو د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال تړون په هکله په رسمي ډول یوې موافقې ته ورسیږي.

همدارنګه انګلا میرکل به هم په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او د پرانستي تر مراسمو وروسته به د کنفرانس ګډوالو ته وینا وکړي.

میرکل مراکش ته له خپل سفر سره غواړي نړیوالو ته وښيې چې دغه تړون د آلمان حکومت له پاره څومره مهم دی. دغه هیواد چې په ځانګړې توګه د مهاجرو له پاره په زړه پورې هدف ګڼل کیږي او د غیر قانوني مهاجرت پر ضد د مبارزې په برخه کې دلچسپي لري.

له خپل سیال سره د ماښام ډوډۍ

میرکل د یکشنبې په ماښام د مراکش هیواد له لومړي وزیر ساد الدين العثماني سره ملاقات وکړې. د مهاجرت د موضوع تر څنګ دواړو دولتي مشرانو په اقتصادي برخه کې پر نږدې ګډې همکارۍ خبرې وکړې.

UN-Konferenz zum Migrationspakt Merkel  El Othmani
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د مراکش له لومړي وزیر ساد الدين العثماني سره ګډ ماښامی وکړ. انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

له ۱۹۹۶م کال راهيسي د آلمان يوه لومړي وزير هم د شمالي افریقا دغه هیواد ته سفر نه وو کړی. د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې د مهاجرو ډیره برخه ( شاوخوا ۶۰ زره) یې د لیبیا له لارې اروپایې هیوادونو د هغو له جملې څخه هسپانيا ته ورغلي دي.

د مهاجرت تړون چې له قانوني پلوه الزامي نه دی، خو په سیاسي لحاظ اجباري دی چې یو لړ کړنلارې او اقدامات په خپل ځان کړې رانغاړي. په دې کې د پناه غوښتونکو په مبدا هیوادونو کې د ژوند د شرایطو بهترول او د مهاجرو په کمپونو کې د تبعيض او سوء استفادې مخه نيول شامل دي.

له امریکا متحده ایالاتو پرته ټولو هیوادونو د مهاجرت تړون په هکله بحثونه او خبرې اترې کړي دي. یو شمیر هیوادونو تیره اونۍ د دې تړون مسوده رد کړې ده چې په هغو کې اتريش، هنګري، پولند، چک جمهوريت، سلواکیا، بلغاریا، استرالیا او اسرائیل شامل دي.

همدارنګه ایټالیا او سويس د مراکش کنفرانس ته خپل استازي نه دي استولي، ځکه د روم او بیرن حکومتونه غواړې چې په دې برخه کې اول د خپل پارلمان تائيد ترلاسه کړي.