«د مهاجرت بحران به په يوه نيک اقدام واوړي»
۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبهد آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» د رپوټ په حواله د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد پخواني جمهور رئيس کرستيان وولف وويل چې تاریخ به د ۲۰۱۵ م کال د مهاجرت بحران ګټې او اهميت اثبات کړي. وولف د هانور په ښار کې د سه شنبې شپې په يوه ميلمستیا کې په خپله وينا کی وویل: «ډېرچانس شته چې آلمان ته د مهاجرینو راتګ د هیواد په تاريخ کې په يو ښه اقدام واوړي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام کي دغه پيښه د نیکمرغۍ له پلوه د ۱۹۹۰م کلونو د دواړو ختيځ او لويديځ آلمان له يووالي سره پرتله کړه. وولف په دغه غونډه کې چې د کونراد ادناور بنسټ له خوا د ده د شپيتمې کليزې په وياړ جوړه شوې وه وویل، چې وروسته له څو کلونو به آلمان شاته نظر وکړي او هېواد ته د پناه غوښتونکو ډلو راتګ څخه به د يوې تاريخې شيبې په توګه یادونه وکړي.
هغه زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو د قبليدلو په ترڅ کې ځينې اشتباهي ارزونو او ستونزو شتون درلود چې د دغې موضوع اهميت نه کموي. په هماغه توګه لکه د ختيځ او لويديځ آلمان د يووالې په پيل کې چې ستونزې او خنډونه د دغې پيښې د اهميت د کموالي سبب شوې نه دي. وولف زیاته کړه، چې د آلمان شرايط له هغه څخه ډير ښه دې چې زيات شمير خلک يې فکر کوي. د آلمان پخواني جمهور رئیس د ښي اړخه سخت دريځو ډلو په اړه خبردارې ورکړ او وېې ويل، چې د وطن پالنې او ناسيونالیسم تر منځ توپير باید له منځه ولاړ نه شی،چې دغي مسلې آلمان په تير مهال کې د بدمرغۍ کندې ته ټيل وهلې وو.
د آلمان پخوانی ولسمشر سربیره پر دې له ښې اړخه سخت دريځه ډلو څخه د واټن نيولو غوښتونکې شو او ويې ويل چې ديموکرات ګوندونه بايد په ښکاره ډول او پر خپل ځان له باور سره په ټولنه کي د لا زيات نقش سره راڅرګند شي او د هغو تر وړاندې ودريږی چې جعلي خبرونه خپروي.
ډيره مهمه دوره
د مهاجرت د بحران په اوج کې وولف د اروپايي اتحاديې له غړیو څخه د هغو پناه غوښتونکو د منلو غوښتنه کړې وه، چې له جګړې او فقر څخه په تيښته کې ول. هغه ويلې وو: «د ۵۰۰ ميلونه اروپايانو له پاره د ۳ ميلیونه پناه غوښتونکو منل نه ښاي چې ستونزمن کار وي.»
آلمان په ۲۰۱۵ م کال کې په داسي حال کې، چې د هيواد صدراعظمې انګيلا میرکل د پرانیستو دروازو سیاست ته مخه کړې وه ۹۰۰ زره کسانو ته هیواد ته د راتګ اجازه ورکړې وه. ډيرې له دوي څخه د جګړو او بیوزلۍ له کبله له نږدې ختيځ،آسیا،افريقا تښتيدلې وو.
هغه ګوندونه چې د اروپا په اړه ښه نظر نه لري، يعني ښي اړخه ګوندونو او ښي اړخه سخت دريځو له دغه بحران څخه ګټه پورته کړه. په دې تړاو کولې شو د پولنډ له پځواني جمهورریس ويکتور اوربان او د اتريش پخواني صدراعظم سباستين کورتڅ څخه يادونه وکړو، چې ويلې وو د مهاجرت کړکيچ د اروپا وچې د ټولنيز جوړښت د کمزورتیا سبب کیږي.
د «آلمان له پاره بديل» په نوم ښې اړخه ګوند څخه ګيورګ ياتسديرسکی په تويتر کې د پيغام په خپرولو سره د وولف پر وينا انتقاد کړې او ليکلي يې دي، چې د آلمان پخواني جمهور رئيس له واقعيت سره اړیکه له لاسه ورکړې ده.
sh/bs (Lewis Sanders )
.