1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاتما ګاندي د جسد ايرې غلا شوي دي

۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبه

د ګاندي د زيږيدنې ورځ د يوسلو پنځوسمې کليزې د لمانځني سره هم مهاله د هغه د جسد د ايرو يوه برخه چې له يوې ودانۍ څخه غلا شوې ده. پوليس احتمال لري دا د هغو کسانو د همفکرانو کار وي چې ۷۰ کاله مخکې يې ګاندي ترور کړی وو.

https://p.dw.com/p/3QlYx
Indien Rückblick 70 Jahre Mahatma Gandhi Beerdigung
انځور: Getty Images/Keystone

د هندوستان د ملي رهبر مهاتما ګاندي جسد د ۱۹۴۷ کال په جنورۍ مياشت کې د هغه له ترور څخه وروسته وسوځول شو. د هغه د جسد د ايرو يوه برخه د هندوستان په پراديش ښار کې د يادبود په يوه ودانۍ کې ساتل کيده.

د هندوستان تلويزني شبکې «India Today» په حواله، د ګاندي ايرې تقريبا د هغه د زيږيدنې په ورځ غلا شوې دي. دغه تلويزيون وايي د پيښې عاملان چې لا تر اوسه پيژندل شوي او نيول شوي نه دي، د هغه پر تصوير باندې يې د «خيانتکار» کليمه ليکلې ده.

مهاتما ګاندي د هندوستان د پلار، ملي اتل او په اسيا کې د استعمار ضد او د خپلواکۍ غوښتنې د بیرغ ليږدونکي په نومونو ياديږي. هغه د ۱۸۶۹م کال د اکتوبر مياشتې په دوهمه وزيږيد. د هغه د زيږيدنې د يوسلو پنځوسمې کليزې په مناسبت په هندوستان او څو نور هيوادونو کې مختلف مراسم تر سره شول.

د هندوستان يو شمير چارواکو ويلي دي، احتمال يې شته چې د ګاندي ايرې د هغو کسانو له خوا غلا شوي وي، چې د هغه په قتل کې لاس لرلی دی. د ګاندي قاتل د ناتورام قادسي په نوم يو افراطي هندو وو. هغه ګاندي باندې د درو ګوليو په ډزو وواژه.

په وروستيو کلونو کې يو شمير افراطي هندوان د دې غوښتونکي شول چې د ګاندي د قاتل مجسمه دې جوړه او ودرول شي او همدارنګه د هندوئيسم قانون دې د هندوستان د رسمي مذهب په توګه په اساسي قانون کې درج شي.

افراطي هندوانو، مهاتما ګاندي ته د هغه د ژوند پر وخت هم د سکولريزم څخه د پلويتوب او په سياست کې د دين له دخالت سره د مخالف په دليل، د يوې منفورې هندي څيرې په توګه پيژانده.

ګاندي، د هندوستان د خپلواکۍ څخه يوازې څو مياشتې وروسته ووژل شو. د هغه قاتل په دې باور وو چې ګاندي د هندوستان خاورې د ويشلو پر مهال، د مسلمانانو په ګټه او د اکثريتو هندوانو په زيان عمل کړی دی. هندوستان چې شاوخوا يو ميليارد او ۲۰۰ ميليونه نفوس لري، شاوخوا ۸۰ سلنه يې د هندويزم مذهب پيروان دي او څه باندې ۱۴ سلنه يې مسلمانان تشکيليوي.