د منهتن برید کوونکی ځان «داعشي» بولي
۱۳۹۶ آبان ۱۱, پنجشنبهازبکستاني ۲۹ کلن سیف الله سایپف، چې د سه شنبې په ورځ یې یو شمیر کسان هغه موټر لاندې کړل چې ده چلوه، د داعش ډلې پلوي دی. د نیویارک پولیسو ویلي دي چې سایپف له دې کبله پر خپل ځان باندې ویاړي چې توانیدلی په برید کې اته کسان ووژني.
سایپف تر برید وروسته د پولیسو په ډزو ټپي شو او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغو څارنوالانو چې له سایپف سره یې په روغتون کې خبرې کړې دي، ویلي دي چې هغه په آزاده توګه له دوې سره غږیدلی دی.
یوه څارنوال ویلي دي چې سایپف له چارواکو سره په خپلو لومړیو خبرو کې منلي دي چې د منهتن د برید په پلانولو کې یې د داعش ډلې د نورو بریدونو له ویدیوګانو څخه الهام اخیستی وو. هغه څو وارې له څیړونکو څخه غوښتي دي چې ورته اجازه ورکړي د داعش ډلې بیرغ په روغتون کې په خپله خونه کې وځړوي.
پولیسو د نیویارک د پیښې په سیمه کې داسې ګرځنده تلیفونونه موندلي دي چې په کې داعش ډلې پورې تړلي په زرهاو انځورونه او فلمونه ذخیره شوي ول. پر دې سربیره د پیښې په سیمه کې په عربي ژبه یو یادښت هم موندل شوی دی چې په کې د داعش ډلې یادونه شوې ده.
د نیویارک څارنوال پر سایپف باندې «له یوه ترهګر سازمان څخه د ملاتړ» تور لګولی دی. څیړونکو ویلي دي چې سایپف له دوو میاشتو راهیسې د نیویارک برید پلان کړی وو. د برید د ترسره کولو له پاره د هالووین ورځې انتخاب هم له دې کبله شوی وو چې پر دې ورځ دغه سیمه د نورو وختونو په پرتله ډیره ګڼه ګوڼه وي.
سیف الله سایپف په ۲۰۱۰ کال کې امریکا متحده ایالاتو ته راغلی وو. هغه واده کړی او دوه ماشومان لري. هغه په فلورا کې د اوسیدو اجازه لرله خو بیا یې هم په نیوجرسي کې ژوند کوه. سایپف د یو څه مودې له پاره د اوبور تکسي چلوونکی هم پاتی شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په یوه تویت کې لیکلي دي چې برید کوونکی د امریکا د ګرین کارت لاتري پروګرام له لارې دې هیواد ته راغلی وو. ترمپ په یوه بل تویت کې د منهتن د برید کوونکي د اعدام غوښتنه کړې ده. هغه لیکلي: «د نیویارک ترهګر خوښ وو او غوښتل یې چې د داعش بیرغ یې د روغتون په خونه وځړول شي.» ترمپ زیاته کړې: «هغه اته کسان ووژل او ۱۲ تنه یې سخت ټپیان کړل. هغه باید په اعدام محکوم شي.»