1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م: ۲۵۰ ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

 د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې له تعليمي بحران څخه «خبرداری» ورکړ او وې ويل چې ۲۵۸ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. آمنه محمد زياته کړه چې يوازې ۴۹ سلنه زده کونکي له متوسطه ښوونځيو څخه فارغيږي.

https://p.dw.com/p/3Wnig
Armut in Afghanistan -  Kinderarbeit
له ښوونځيو څخه د ماشومانو د بې برخې کيدو يو لامل جګړه او بحرانونه ديانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د اسوشتيد خبري آژانس د رپوټ په حواله، دغه ۲۵۰ ميليونه هغه ماشومان دي چې عمرونه يې له ۱۷ کلنو ښکته دي.

د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې، آمنه محمد، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۲۴مه) د ملګرو ملتونو په عمومي سرمشريزه کې د زده کړې په نړيواله ورځ کې وويل چې سره بيره پر دې شاوخوا ۷۷۰ ميليونه بالغان نالوستي دي چې په هغو کې ډيری يې ښځې دي. 

هغې وويل له دغه وضعيت څخه د «خبرداري ورکولو» موخه يوازې هغه په ميليونونو کسان نه دي چې زده کړې نه کوي او يا يې هيڅ زدکړي نه دي کړي، بلکې د هغو ماشومانو، تنکي ځوانانو او بالغانو بحراني وضعيت څخه ده، کوم چې په زده کړو کې دي، خو زده کړه نه کوي.»

د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ګوردون براون چې اوس د زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی، ويلي دي دغې مسئلې چې له ۴۰۰ ميليونو څخه ډيرو ماشومانو ښوونځي پريښي دي ده ته سخت ټکان ورکړی دی. د هغه په وينا دغه ماشومان د ۱۰ او يا ۱۱ کلونو دي. براون زياته کړې چې ۸۰۰ ميليونه ماشومان په داسې حال کې ښوونځي پريږدي چې کوم د پام وړ تعليمي مدرک په لاس کې نه لري.

Afghanistan Herat Kinder gehen zur Schule
افغانستان يو د نړۍ د هغو ديرشو هيوادونو په ډله کې دی د تعليم او ښووڼځيو په برخه کې ستونزې لريانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال له پاره ټاکلی هدف دا دی چې «د ټولو عمرونو درلودونکو ته د تل له پاره يو باکيفيته تعليمي شرايط برابر شي.»

په پاريس کې د يونسکو سازمان مشر اودرې ازولی، د ملګرو ملتونو د ساينس او کلتور څانګې يوې تعليمي غونډه کې ټينګار وکړ: «موږ نه يوازې پراخې پانګونې ته اړتيا لرو بلکې د تعليمي سيستمونو اساسي رغولو ته هم اړتيا لرو.»

براون وويل، دا چې نن ورځ تعليمي وضعيت «ډير کړکيچن» دی، يو لامل يې په کړکيچ ځپلو هيوادونو کې سخت حالات دي چې له امله يې شاوخوا ۷۵ ميليونه ماشومان نه شي کولای ښوونځيو ته ولاړ شي او يا يې تعليمي بهير درول شوی چې نه شي کولای معياري زده کړو ته لاسرسی ولري.

ښوونځيو سره د عاجلو مرستو د سازمان (Education Can't Wait) يا »تعليم انتظار نه سي کولای« مشرې ياسمين شريف په ملګرو ملتونو کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل: «له درې کلونو راهيسې چې دغه مرستې پيل شوي شاوخوا ۵۹۰ ميليونه ډالر د ۳۰ بحراني او په جګړه کې ښکيلو هيوادونو سره مرسته شوي چې په هغو کې افغانستان، مالي، بنګله ديش او د مرکزي افريقا جمهوريت شامل دي.»

د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې آمنه محمد د زده کړې نړيوالې ورځې غونډه کې وويل: «دغه نړيواله ورځ بايد د اقدام ترسره کولو له پاره يو غږ وي... د ټولو له پاره د باکيفيته زدکړو شرايط برابرول نور بايد د سبا ورځې له پاره يو هدف نه، بلکه دا بايد پر واقعيت واړول شي.»