1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د غزې په هکله جلسه دایروي

۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبه

د فلسطينیانو په غوښتنه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله غواړي د چهارشنبې په ورځ د غزې په تراډه کي د تشدده ډکه کشمکشونو له کبله فوق العاده جلسه دایره کړي. دغه خبر پرون ماښام د عمومي اسامبلې رییس میروسلاف لایچاک ورکړی.

https://p.dw.com/p/2zCqD
Gaza: Al Quds Proteste im Gazastreifen
انځور: picture-alliance/H. Salem

عربي او اسلامي هیوادونو ددغي جلسې ددایریدو غوښتنه تر هغه وروسته وکړه، کله چي د امريکا متحده ايالاتو تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي د کویټ له خوا وړاندي سوې د یوه پریکړه لیک مسوده ویټو کړه.

په دغه مسوده کي د نورو ترڅنگ د اسراييلي تشدد او زورزیاتي د ختمیدو او فلسطيني ملکي خلکو د ساتني د تدابیرو د وضع کیدو غوښتنه سوې وه. په هغه کي د غزې له تراډي څخه د راکټونو د فيرولو له کبله خفگان هم ښکاره سوی ؤ.

احتمال لري د راتلونکې چهارشنبه ورځي په جلسه کي عین متن ومنل سي. خو په داسي حال کي چي د امنیت د شورا یوه فیصله الزامي بڼه لري، بیا برعکس د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې فیصلې او پریکړه لیکونه الزامي بڼه نه لري.

په همدې حال کي پرون جمعه د فلسطين د روغتیا وزارت خبر ورکړ، چه د غزې په سرحد کي د اسراييلي عسکرو سره په تشدده ډکه کشمکشونو کي څلور انسانان ویشتل سوي دي.

د همدې عیسوي کال د مارچ د ۳۰ نیټې راهیسي په لس هاوو زرو فلسطينیانو د اسراييلو سره په سرحد کي احتجاجونه کړي دي. دوی اوسنئ اسراييلي دولتي ساحې ته د بیرته ورتگ د حق غوښتنه کوي. ددې ترڅنگ هغوی ۷۰ کاله دمخه د اسراييلي دولت د جوړیدو پرمهال د په سل هاوو زرو انسانانو د شړلو او تیښتي یادونه هم وکړه.

دغه اعتراضونه په بيت المقدس کي د امريکا متحده ايالاتو د سفارت د خلاصیدو او همدارنگه د اسراييلو او مصر تر یوې لسیزي زیاتي محاصرې پرضد هم دي. په دغه جریان کي د اسراييلي پوځ سره د سختو کشمکشونو په جریان کي تر ۱۲۰ اضافه فلسطينیان وژل سوي او په زرونو نور زخمیان سوي دي.