د ملکيانو پر وژلو تورن سرتیری محاکمه کیږي
۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبهامریکایي پوځي چارواکو ویلي دي چې رابرت بالز ته به د سپتمبر د میاشتې په ۱۷مه نیټه ۳۲مه ماده واورول شي. له دې سره به د هغه د محاکمې د پیلیدو په اړه پریکړه وشي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې هغوی لا تر اوسه پورې د دې محاکمې د ځای په اړه معلومات نه لري.
پر رابرت بالز باندې تور دﺉ چې په افغانستان کې له خپلې اډې څخه تر وتلو وروسته دوو کلیو ته تللی دﺉ او هلته ئې د ښځو او ماشومانو په گډون ۱۶ تنه ملکیان وژلي دي. هغه د دغو کسانو تر وژلو وروسته د هغوی مړو ته اور هم ورته کړی وو.
دغه پېښه د مارچ د میاشتې په ۱۱ نیټه د افغانستان په کندهار ولایت کې رامنځ ته شوې وه. له دې سره نو د افغانستان او امریکا اړیکې چې له پخوا لا د ملکي کسانو د وژلو له کبله خړې وې، لا پسې ترینگلې شوې.
پر بالز باندې همداراز د برید کولو، ستیرویدیو لرلو، د دندې پر مهال د الکولو د څښکلو او یوه کمپیوتر د خرابولو تورونه لگول شوي دي. اوس مهال هغه د لیونوارت په پوځي زندان کې چې په کنساس کې پروت دئ ساتل کیږي.
که پر بالز باندې لگول شوي تورونه ثابت شي هغه د مرگ په سزا محکومیدای شي. پوځ ویلي دي چې که پر بالز باندې لگیدلې تورونه ثابت شي نو هغه ته به لږ تر لږه د عمر قید سزا ورکړل شي. لا تر اوسه پورې د بالز وکیل د هغه د راروانې محاکمې په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وخت نا وخته ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکړي. خو د د کندهار ولایت دا پېښه په افغانستان کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه وه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم