د مقتدا صدر پر استوګنځای د بې پیلوټه الوتکې برید شوی
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهسرچينو په عراق کې د شعیه ګانو د مذهبي مشر او سائرون په نوم ائتلاف مشر مقتدا صدر پر کور د برید خبر ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس لیکي دي چې یوې بی پیلوټه الوتکې په نجف کې د مقتدا صدر پر کور بم غورځولی دی.
د فارس خبري آژانس د صالح محمد العراقي په حواله ویلي دي چې په نجف کې بې پیلوټه الوتکو د «الحنانه» پر سیمې برید کړی دی. العراقي، مقتدا صدر ته له نږدې کسانو څخه دی.
العراقي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «دا برید د هغو فرمانونو په ځواب کې ترسره شوی دی، چې تیره شپه مقتدا صدر په بغداد کې د انقلاب کونکو د ملاتړ او مخکې تر دې یې، په نجف کې صادر کړي وو.»
نوموړي د دې برید جزئیاتو ته اشاره ونه کړه او په عین حال کې یي دا هم ونه ویل چې صدر په عراق کې نه دی.
خو د فرانسې خبري آژانس صدر ته د نږدې سرچينو په حواله لیکلي دي چې صدر د برید د ترسره کیدو پر مهال په عراق کې نه وو.
صدر په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو ملاتړ کړی او خپل کسان یې وروسته تر هغې چې وسله والو کسانو پر اعتراض کونکو برید وکړ، د شپې پر مهال سړکونو ته واستول، څو د اعتراض کونکو ملاتړ وکړي.
دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ن.ص