د مصر له انتقالي پلان سره مخالفت وشو
۱۳۹۲ تیر ۱۹, چهارشنبهد مصر د ملي نجات جبهې (NSF) چې د سه شنبې په ورځ ناوخته د مصر د انتقالي حکومت له هغه پلان سره خپل مخالفت څرگند کړ چې له مخې به یې د دغه هیواد اساسي قانون اصلاح شي، د اساسي قانون په اړه یوه ټول پوښتنه په لاره واچول شي او د شپږو میاشتو په موده کې به په دې هیواد کې پارلماني ټاکنې ترسره شي. دغه ائتلاف ویلي دي چې په دې اړه په صادر شوي فرمان کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې دغه ائتلاف نه ده روښانه کړې چې په خاصه توگه د فرمان له کومو برخو سره مخالفت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د «تمرد خوځښت» ویلي دي چې له هغوی سره هم د انتقالي پلان په اړه مشوره نه ده شوې او له همدې کبله هغوی په دې پلان کې د بدلون راتلو پلویان دي. دغه خوځښت د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي، پر ضد مظاهرې په پیل کړې وې چې په پایله کې یې هغه له خپلې دندې گوښه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د اخوان المسلمین ډلې هم د انتقالي پلان مخالفت کړی دی. هغوی له مرسي څخه ملاتړ کوي او وایي چې تر هغه وخته پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې مرسي بیرته ته واک ته نه وي رسیدلی.
نوی موقت لومړی وزیر
د سه شنبې په ورځ وختي د مصر د موقت حکومت مشر عدلي منصور، حازم عبد العزيز الببلاوي د دغه هیواد د موقت لومړي وزیر په توگه وټاکه. الببلاوي د مصر د پخواني ولسمشر حسن مبارک، د رژیم تر راپرځیدو وروسته د دغه هیواد د لومړي وزیر د مرستیال په توگه گومارل شوی وو.
الببلاوي په اصل کې یو اقتصاد پوه دی. هغه ۷۶ کال عمر لري او له ۱۹۸۳ کال څخه تر ۱۹۹۵ کال پورې په مصر کې د صادرات د انکشاف بانک مشر پاتې شوی دی. تر هغه وروسته الببلاوي تر ۲۰۰۰ کال پورې د ملگرو ملتونو له پاره کار وکړ او بیا په ۲۰۰۱ کال کې هغه د عربي نړې د وجهي صندوق د مشاور په توگه وتاکل شو. دغه اقتصاد پوه تر ۲۰۱۱ کاله پورې دې دندې ته دوام ورکړ. ویل شوي دي چې الببلاوي غواړي په خپله نوې کابینه کې د اخوان المسلمین ډلې غړو ته هم ځینې څوکۍ ورکړي.
په مصر کې تاوتریخوالی دوام لري
په مصر کې د مرسي تر گوښه کیدو وروسته تاوتریخوالی دوام لري. یوازې د دوشنبې په ورځ په مظاهرو کې د مرسي له ۵۰ څخه ډیر پلویان ووژل شول. په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ هم دوه کسان د سینا په ټاپووزمې کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مصر کې د نوي موقت حکومت د جوړیدو هرکلی کړی دی او ویلي يې دي چې هغوی ته به اته میلیارده ډالر د مرستو، پورونو او نفتو په توگه ورکړي.