د مشال خان د وژلو قضیې پریکړه واورل شوه
۱۳۹۶ بهمن ۱۸, چهارشنبهمحکمې نورو ۲۶ تورنو کسانو ته د شواهدو د نه شتون له کبله برائت ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې د مشال خان په قتل کې د اصلي تورن کس په شمول درې تنه لا تر اوسه نه دي نیول شوي. مشال خان په مردان سیمه کې د عبدالولي خان په پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی وو چې د تیر کال په اپریل میاشت کې د پوهنتون په انګړ کې مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شوی وو.
د هغه د وژلو په قضیه کې ۶۱ کسان تورن شوي وو. پولیسو د موجودو شواهدو په رڼا کې خپلې څیړنې کړې وې او ۵۷ تنه یې نیولي وو. خو د قتل د اصلي تورن کس په شمول درې تنه لا تر اوسه پټ دي. د جنورۍ تر ۳۰مې نیټې پورې محکمې ادامه درلوده خو لا پریکړه نه وه اورل شوې. د مشال د پلار محمد اقبال په غوښتنه دغه قضیه د پيښور له لوړې محکمې څخه د ایبټ آباد سیمې ځانګړې محکمې ته لیږدول شوې وه.
نیول شوي کسان د چهارشنبې په سهار د هري پور مرکزي زندان په انګړ کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړې محکمې د قاضي فضل سبحان پر وړاندې حاضر کړی شول.
د محاکمې په ترڅ کې ۶۸ شاهدان پوښتل شوي وو او د چهارشنبې په ورځ محکمې خپله پریکړه اعلان کړه. د مشال خان د وژلو په قضیه کې تورن عمران علي د مرګ په سزا محکوم شو. اشفاق خان، مدثر بشیر، بلال بخش، فضل رازق او مجیب الله هر یو د ۲۵ کلونو او سل زره کلدارو په نغدي جریمه محکوم شول.
پر دې سربیره محکمې نور ۲۵ کسان هر یو د څلورو کلونو او ۵۰ زره کلدارو په نغدي جریمه محکوم کړ.محکمې همداشان ۲۶ تنه د شواهدو د نه موجودیت له کبله دغه کسانو ته برائت ورکړ.
د مشال خان تر وژلو څلویښت ورځي وروسته پوهنتون پرانیستل شو
د محکمې د پریکړې وروسته د مشال خان ورور ایمل خان، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی غوښتنه دا ده چې هغه کسان چې تر اوسه لا نیول شوي نه دي، هغوی دې هم ونیول شي. د هغه په خبره دوی به له خپلو مدافع وکیلانو سره تر خبرو وروسته د راتلونکي اقدام په هکله خپل غبرګون وښيي.
هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې ایالتي حکومت د دوی امنیت نیولی او کوم ګواښ ورته نه شته، خو په خبره یې د خطر له کبله یې د خویندو تعلیم نیمګړی پاتې شوی. د ایمل په خبره «څیړنو وښوده چې ورور یې بې ګناه وو.»
له بل اړخه د خیبر پښتونخوا ایالتی حکومت د آزاد کړی شوو ۲۶ کسانو پر ضد په لوړه محکمه کې د دعوا کولو له پاره څارنوالانو ته سپارښتنه کړې ده.
د مشال خان، مور د دغې پریکړې په هکله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: «د څلورو کلونو سزا او نغدي جریمه کافي نه ده، کومو کسانو چې جرم کړی دی، د هغې مطابق دې سزا ورکړل شي.»
فرید الله خان، پیښور
زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: