د مرميو په څېر فضايي ډبرې وپېژنئ
ستوري پېژندونکي تل په فضا کې هغه آسماني ډبرې لټوي چې ځمکې ته نژدې کېدای او خطر پېښولی شي. د سپتمبر په لومړۍ نېټه د اي اس ۴ ډبره دلته تېريږي. په دغه ګالرۍ کې ځينې نورې تيږې هم وګورئ چې ځمکې ته نژدې راغلې وې.
فضايي مېلمه
د ۲۰۱۱ اي اس ۴ په نوم آسماني ډبره د سپتمبر په اوله د احتمالا ۱۲۰ زره کيلومتره په فاصله له ځمکې تېريږي چې د سپوږمۍ په پرتله درې وارې نژدې راځي. دا چې دغه ډبره څنګه ښکاري، لا معلومه نه ده. د ۲۲ او ۴۹ مترو په قطر سره دغه يوه وړه آسترويد ډبره بلل کيږي.
يوه ډېره وړه ډبره
لا کوچنۍ بيا يوه بله آسترويد ډبره يعې «۲۰۲۰ کيو جي» وه چې د اګست په ۱۶مه ځمکې ته رانژدې شوه. قطر يې يوازې د درو او شپږو مترو په شاوخوا کې وو، خو دغه تيږه ډېره نژدې راغله: فاصله يې يوازې ۲۹۵۰ کيلومتره وه يعنې ځمکې ته دومره نژدې شوه چې د الوتنې مدار يې د جاذبې قوې له لارې بدل کړای شو.
يوه څو کيلومتره ډبله آسماني ډبره
خو برعکس بيا ډېرې غټې ډبرې هم شته. د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې فلورنس له ځمکې تېره شوه. هغه د ۴،۴ کيلومترو قطر په لرلو سره يوه ډېره لويه آسماني تيږه وه. له ځمکې څخه فاصله يې اووه کيلومتره وه. دغه آسترويد په ۱۹۸۱ کال وموندل او په يوې بريتانوۍ نرسې فلورنس نايټينګېل پسې نومول شوې ده چې د ۱۸۲۰ او ۱۹۱۰ کلونو تر منځ يې ژوند کړی دی.
دا بيا هم ډېره جوخته تېره شوه
د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې د «۲۰۱۲ ډي ای ۱۴» په نوم يوه ۱۳۰ ټنه وزن لرونکې ډبره ځمکې ته څېرمه تېره شوه. هغه تر ۲۷ زرو کليومترو پورې ځمکې ته رانژدې شوه چې د ځينو سپوږمکيو/سټلايټونو په پرتله لا کم واټن دی.
مېتيوريت ډبرې هم خطرناکې دي
د مېتيوريت په نوم بيا هغه آسترويد ډبرې او نور آسماني اجزا او توکي بلل کيږي چې د ځمکې له اتموسفير څخه تېريږي او پر ځمکې راغورځي. هغه پراخه ويجاړي رامنځ ته کولی شي.
ډېر لوی مېتيوريت
يو ډېر ستر مېتيوريت تقريبا ۶۵ ميليونه کاله پخوا د مکسيکو د يوکاتان په نيمه ټاپو کې راغورځېدلی دی. د دې پېښې له کبله د شيکسولوب په نوم رامنځ ته شوی يو ستر سوری د ۳۰۰ کيلومترو قطر لري. کارپوهان په دې اند دي چې له دې کبله ډايناسور ژوي له منځه تللي دي.
تورې ډبرې
مېتيوريت تيږې په ظاهري توګه د ځمکې په سر ډبرو ته ورته دي، خو يو څه سوځېدلې غوندې ښکاري. دغه بهرنۍ سطح هغه مهال رامنځ ته کيږي چې مېتيوريت د ځمکې اتموسفير ته داخل او له دې کبله يو څه ويلې شي.
آسماني ډبرې او لکۍ لرونکي «ستوري»
د کومېت په نوم آسماني اجزا د ګازو يوه وريځ ده چې د ګازو، ډبرو او بې شمېره ګردونو او ذراتو يوه لکۍ په ځان پسې کاږي. کله چې د کومېت دغه ګردونه د ځمکې آتموسفير ته داخل شي، نو د حرارت کچه يې ۳۰۰۰ سنتي ګرېد کچې ته رسيږي چې له دې کبله بيا ځليږي. په دې ډول يو لکۍ لرونکی «ستوری» په آسمان کې ليدل کيږي.
د لکۍ لرونکو «ستورو» باران
کله چې يو کومېت ډېر جوخت له ځمکې سره تېر شي، نو ډېر شمېر لکۍ لرونکي «ستوري» د ځمکې پر کُرې راغورځي. دغه باران تل يوه حيرانونکې ننداره ده، لکه دلته د انګلستان په ستون هېنج کې.
بيا هم کنترول ښه دی
د اروپا فضايي ادارې ايسا په ۲۰۱۳ کال کې د ايټاليا په فراسکاتي کې ځمکې ته د نژدې راتلونکو توکو د همغږۍ يو مکرز پرانيستی دی. د تېنريفا ټاپو په څېر د دغه تېلېسکوپ معلومات او ارقام هلته سره راټوليږي.